اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبانو افغانستان ته د ریچارډ بېنیټ په ورتګ بندیز ولګاوه

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو ویاند په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپور ورکونکي ریچارډ بېنیټ په راپور نیوکه وکړه او ویې ویل چې بېنیټ افغانستان ته د ننوتلو حق نه لري.

ذبیح الله مجاهد د ملګرو ملتونو راپور ورکونکي د طا-لبانو پر ضد په ‘پروپاګند’ تورن کړ.

مجاهد ادعا کړې چې ریچارډ بېنیټ به کوچنۍ مسلې لویولې او نورو سازمانونو ته یې ناسم معلومات ورکول.

د طا-لبانو ویاند وویل «ښاغلی بېنیټ افغانستان ته له ننوتلو منع شوی دی. هغه ته د افغانستان پر ضد د پروپاګند دنده وسپارل شوې وه. هغه داسې څوک نه دی چې موږ پرې باور وکړو.»

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته په څو راپورونو کې، ریچارډ بېنیټ طا-لبان په افغانستان کې د ښځو، مدني ټولنې غړو، رسنیو، پخوانیو پوځي کسانو او قومي او مذهبي لږکیو په وړاندې د تاوتریخوالي په ګډون په پراخه کچه د بشري حقونو په سرغړونو تورن کړي دي.

بېنیټ په خپل وروستي راپور کې د بشري حقونو فعالانو په حواله ویلي چې طا-لبانو په افغانستان کې جنسیتي توپیر رامنځته کړی دی.

نوموړي دغه راز د جرمونو په نړیواله محکمه هاګ کې د بشري حقونو په سرغړونو کې د ښکېلو طا-لب چارواکو د محاکمې غوښتنه وکړه.

د طا-لبانو ویاند دغه اوونۍ دویچه ویله ته وویل چې د یوناما په ګډون نړۍوالې ادارې د «افغانستان پرضد پروپاګند» کوي.

هغه وویل چې دغه بنسټونه د طا-لبانو د رژیم مثبت اړخونه له پامه غورځوي او یوازې کمزوري ټکي راپور کوي.

مجاهد ادعا وکړه چې دغه بنسټونه د «تبلیغاتو لپاره جوړ شوي دي.»

پخوانۍ څېرې د طا-لبانو په حکومت کې ځای نه لري

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې طا-لبانو د افغانستان په سیاسي نظام کې د ټولو ډلو د سیاسي ونډې په اړه خپلې لومړنۍ ژمنې نه دي عملي کړي، د طا-لبانو ویاند وویل: «هغه څېرې چې په تېرو وختونو کې له ازموینو تېر شوي او د خلکو له کرکې سره مخ شوي دي. هغوی به هیڅکله بیرته حکومت ته نه راوستل کیږي.»

هغه وویل چې طا-لبان په خپل حکومت کې د پخواني حکومت سیاستوال او هغه چارواکي چې خلک ترې کرکه لري نه شاملوي .

مجاهد زیاته کړه چې د هر حکومت کابینه سیاسي بڼه لري او ویې ویل چې په لویدیځ کې ګټونکي ګوند د حکومت ټول مشرتابه پر غاړه لري.

مجاهد د ټاکنو او د خلکو له خوا د هېواد د مشر د ټاکلو نظر رد کړ او ویې ویل، طا-لبان د افغانستان د رهبرۍ او د خلکو د استازیتوب مستحق دي. ځکه، «هغه کسان چې شل کاله یې مبارزه کړې او قرباني یې ورکړې، کولای شي د افغان ولس د جهاد او مبارزې ارمانونه په ښه توګه اداره کړي.»

په لوېدیځو هیوادونو کې هر ګوند د ټاکنو له امله د یوې مودې لپاره واک اخلي. د نوي حکومت په واک کې به نوي سیاسي او اداري شخصیتونه د حکومت په سر کې وي. طا-لبانو د ټاکنو په ردولو سره د اوږد مهال لپاره د حکومت د بدلون احتمال رد کړی دی.

د افغان حکومت له پرځېدو وروسته په جلاوطنۍ کې افغان سیاسي ډلو د طا-لبانو د واک انحصار خبرداری ورکړی دی. خو طا-لبانو د یوه ټولګډونه حکومت د جوړولو لپاره د دغو ډلو او همدارنګه د بهرنیو ځواکمنو هیوادونو غوښتنې رد کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا