اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبانو افغانستانه د ۸ مېلیونه کسانو د وتنې راپور رد کړ

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د کډوالو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان هغه راپور ردوي چې ویلي و، له ۲۰۲۰م کال وروسته ۸ مېلیونه افغانان نورو هېوادونو ته کډه شوي دي.

د طا-لبانو د کډوالو وزارت د سه شنبې په ورځ د (زمري ۱۶مه) د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان د وروستي راپور په غبرګون کې ویلي، چې په تېرو درېیو کالو کې ۳.۷ مېلیونه افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

دغه وزارت ویلي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان د مرستندویانو د پاملرني د راجلبولو لپاره د افغانستان په اړه ناسم معلومات خپاره کړي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان ویلي، چې له ۲۰۲۰م کال وروسته له افغانستانه اته مېلیونه کسان وتلي؛ خو طا-لبان یې ردوي او په غبرګون کې یې ویلي، چې په تېرو څلوېښتو کالو کې له افغانستانه په دومره لویه کچه خلک نه دي کډوال شوي.

طا-لبانو ویلي، له افغانستان د کډوالۍ پرتله د راستنېدنې پروسه ډېره چټکه شوې ده.

درې ورځې وړاندې د کډوالۍ نړۍوال سازمان اعلان وکړ، چې له ۲۰۲۰ کال راهیسې د افغانستان شاوخوا اته مېلیونه اوسېدونکي له خپلې خاورې وتلي دي.

دغه سازمان وايي، یو مېلیون افغانانو اروپايي هېوادونو ته پناه وړې ده او ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا