اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه
طا-لبانو استازي د تهران په غونډه کې ګډون ونه کړ
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت د دریمې سیاسي څانګې مشر ذاکر جلالي اعلان وکړ چې د تهران په غونډه کې به د طالبانو استازي ګډون ونه کړي.
نوموړي نن (شنبه، د غبرګولي۱۹مه) پر اېکسپاڼه لیکلي چې طا-لبانو ددې غونډې د بلنې ترلاسه کولو سربېره؛ په دې غونډه کې ګډون ونه کړ.
ښاغلي جلالي د مسکو په غونډه کې د طا-لبانو د نه ګډون لامل روښانه نه کړ؛ خو ويلي يې دي، چې طا-لبان تمه لري هېوادونه به په دغه غونډې کې له عادي جوړښتونو کار اخلي.
په ورته وخت کې د سولې او عدالت ملي غورځنګ په تهران کې د مسکو فارمټ غونډې د ترسره کېدو په غبرګون کې ویلي، چې د دې غونډې او د دوحې د درېیمې دورې د ناستې تمرکز باید بین الافغاني مذاکرات وي.
ټاکل شوې نن (شنبه د غبرګولي ۱۹مه) د افغانستان په اړه د مسکوفارمټ د سیمه ییز تماس ډلې غونډه په تهران کې پیل شي.