اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طا-لبانو ادعا کړې؛ مونږ هیڅ زنداني خبریال نلرو

دید خبرې آژانس: د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د مطبوعاتو مرستیال حیات الله مهاجر فراهي ادعا کوي چې په سرپرست حکومت کې هیڅ خبریال د رسنیو د سرغړونو او ناسمو اطلاع رسونې په خاطر نه دي بندی.

د طلوع نیوز د راپور له مخې حیات الله مهاجر فراهي په جوزجان کې د یوې خبري ناستې پر مهال وویل چې سرپرست حکومت له خبریالانو او رسنیو ملاتړ کوي او په افغانستان کې د خبریالانو د مرګ ژوبلې کچه صفر ته رسېدلې ده.

په دې غونډه کې د خصوصي شبکو خبريالانو او د رسنيو فعالانو وړانديز وکړ چې د رسنيو پر وړاندې شته ننګونو او ستونزو ته دې رسيدګي وشي. دغه راز خبريالانو له سرپرست حکومت څخه وغوښتل چې له رسنيو سره د اطلاعاتو په ورکولو کې همکاري وکړي.

په ورته وخت کې خبریالان لا هم معلوماتو ته د لاسرسي غوښتنه کوي.

دغه راز د رسنیو یو شمېر نور فعالان هم د عامه رسنیو د قانون او معلوماتو ته د لاسرسي د حق د تصویب غوښتونکي دي.

په ورته وخت کې د دغو رسنیو فعالانو له خبریالانو د ملاتړ صندوق د جوړېدو غوښتنه وکړه.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د شمېرو له مخې په افغانستان کې ۳۷۰ تصویري، غږیزې او چاپي رسنۍ فعالې دي.

واک ته د طا-لبانو له راتګ وروسته یو شمېر افغان رسنیو خپل فعالیت بند کړی او د افغان رسنیو یوه لویه برخه له هېواده وتلې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا