اسلایدشوافغانستانمهم مطالبټولنه

طالبان: په هرات کې د لرغونو سیمو د بیارغولو چارې روانې دي‏

دید خبرې آژانس: په هرات ولایت کې د طا-لبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وایي هڅه کوي، چې په دغه ولایت کې له فرهنګي میراثونو ساتنه او د لرغونو سیمو د ویجاړۍ مخنیوی وکړي.

دغه ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، تېرکال چې کوم اثار د زلزلو له کبله تخریب شوي وو د بیارغولو چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.

په هرات ولایت کې د طا-لبانو د اطلاعاتو او فرهنګ مشر احمدالله متقي وایي، د دغو اثارو د رغولو چارې څو میاشتې وړاندې د دغې ادارې او نورو همکارو بنسټونو په لګښت پیل شوي دي.

هغه ویلي، اوس مهال د هرات جامع جومات، د اختیارالدین کلا، مصلی کمپلیکس او د ګذرګاه شریف کمپلیکس په ګډون د څو مهمو ابدو د بیارغونې چارې په چټکۍ سره روانې دي.

خو په ټوله کې پر طا-لبانو نېوکې دا دي، چې دغه ډله له لویه سره د لرغونو اثارو پر وړاندې بې پروایي کوي او د دغې ډلې ځیني جګپوړي چارواکي له دغو اثارو سره ضدیت هم لري.

ځیني لرغون پوهان د طا-لبانو تېر دور ته په اشارې وایي، چې د دوی د واکمنۍ پر مهال د بامیان د بودا ستره مجسمه په بمونو والوځول شوه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا