اسلایدشوافغانستانمهم مطالبټولنه

طالبان: په سرپل کې پر ۶۳ ښځو او نارینه‌وو تعزیري حکمونو تطبیق شو

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د حکومت ستره محکمې په سرپل ولایت کې پر ۶۳ ښځو او نارینه‌وو په عام محضر کې د تعزیري حکمونو د تطبیق خبر ورکوي.

په یو بیان کې چې د سترې محکمې پر وټس‌اپ چینل خپره شوې، راغلي چې دا شرعي احکام د سرپل په ورزشي لوبغالي کې پر ۴۸ نارینه‌وو او ۱۵ ښځو په داسې حال کې تطبیق شول چې والي او نور چارواکي حاضر وو.

په بیان کې راغلي چې پر دې کسانو د غلا، لواطت او نورو غیر اخلاقي جرایمو په خاطر تعزیري حکمونه تطبیق شول.

طا-لبانو پر افغانستان د خپلې لومړنۍ واکمنۍ پرمهال لسګونه کسان په تعزیري سزاګانو محکوم کړل.

دې ډلې په تېرو دوو لسیزو کې چې د امریکايي ځواکونو او د پخواني دولت پر ضد د جګړې په حال کې وو، هم دا ډول احکام په هغو سیمو کې تطبیقول چې د دوی تر ولکې لاندې وې، خو په یوځل دومره لوی شمېر کسانو ته د شریعت په نوم د سزا ورکول سابقه نه لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا