اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه
طالبان: په تیرو دریو میاشتو کې ۱،۶ میلیونه سیم کارتونه ثبت شوی
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو تر واکمنۍ لاندې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت د اترا ادارې اعلان کړی چې په تېره یوه میاشت کې په دې ریاست کې ۱.۶ میلیونه سیم کارتونه ثبت شوي دي.
د دې ادارې د راپور پر بنسټ اوسمهال په ټول افغانستان کې ۲۵ میلیونه سیم کارتونه شته.
اترا وايي، چې تر دې دمه د دغه رياست د کړنلارې له مخې ۱۳،۹ ميليونه سيم کارتونه ثبت شوي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هېواد یو شمېر اوسېدونکي وايي، سره ددې چې خپل سیم کارتونه يې مخکې ثبت کړي دي، خو د طالبانو تر ادارې لاندې د مخابراتو وزارت دوی ته امر کړی چې خپل سیم کارتونه بیا ثبت کړي.