اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

طالبان: له کفارو سره ملګرتيا او مرسته کول منع دی

دید خبرې آژانس: په داسې حال کې چې طا-لبان پخپله په دوامداره توګه هڅه کوي چې له لوېدیځ سره تعامل وکړي، د دوی د مشر، هبت الله اخندزاده لخوا لاسلیک شوی نوی قانون «د کفارو سره دوستي او مرسته کول» منع کړل.

د آمو راپور ښيي چې د طا-لبانو له مشر څخه نیولې تر نورو چارواکو پورې د نړۍ په ګډون له غربي او غیر اسلامي هېوادونو سره اړیکې غواړي او آک د مرستې غوښتنه یې هم کړې ده.

د طا-لبانو د امربالمعروف قانون د په ټولنه کې د خلکو د آزادۍ او ژوند په اړه ډېری کرښې اېستلې دي. په ځانګړې توګه په ۲۲ ماده کې چې د نارینه وو د ویښتانو او ږیرې، د ښځو د غږ او د هغوی د لباس په اړه ځانګړې لارښوونې کوي.

د دې ټولو سربېره، د دې مادې شلمه فقره له کفارو سره دوستي او مرسته او د هغوی له کردار او څېرې سره ورته والی منع کوي او خپلو محتسبينو ته امر کوي چې له دې کاره مخنيوى وکړي.

خو آيا طا-لبان پخپله په دې ماده عمل کوي او رښتيا وايي؟

ملا هبت الله اخندزاده چې نوی قانون یې توشيح کړی، په خپلو اختریزو پیغامونو کې په ځلونو د لوېدیځ په ګډون له نړۍ سره د طا-لبانو د اړیکو پر ښه کولو ټینګار کړی دی.

د کوچني اختر پیغام ته ورته، د طا-لبانو مشر د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت ته امر کړی، چې له استثنا پرته د ټولو هېوادونو لپاره د ډاډ ښه فضا رامنځته کړي.

د طا-لبانو مشر د کوچني اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، « د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت دنده لري چې له ټولو هېوادونو او په ځانګړې توګه له اسلامي نړۍ سره د باور یوه ښه فضا رامنځته کړي.»

همدا ډول د غربي هېوادونو استازي په منظم ډول کابل ته راځي او له طالب چارواکو سره لیده کاته کوي.

ځینې ​​غیر اسلامي هېوادونه لکه چین او روسیه د طا-لبانو مهم متحدین ګڼل کیږي او آن په نړیوالو غونډو کې یې د طالبانو د ځینو دریځونو ملاتړ هم کړی دی.

د ١٤٠٠ کال د زمري په ۷ مه د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر له امریکايي استازو سره د خبرو لپاره قطر ته ولاړ.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي وویل:«په نهایت کې، زموږ هدف د مثبت تعامل لپاره شرایط رامینځته کول او د اقتصادي او سیاسي اړیکو ښه کول دي.»

١٤٠١ کال د سلواغې په ۲۶ د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر له امریکا وغوښتل چې د طا-لبانو تر واک لاندې د افغانستان له سیاست او اقتصاد سره مرسته وکړي.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزیر وویل: «موږ په قطر کې له امریکایانو سره په خبرو بوخت وو. په ورته وخت کې موږ وویل چې موږ به ستاسو کسان په نظامي یونیفورم کې ونه منو. خو که سوداګرۍ او سیاست ته راځئ، افغانستان ته رتلاى شٸ.»

د طا-لبانو د رٸيس الوزرا مرستیالان چې په دوامداره توګه له نړۍ او په ځانګړې توګه له لوېدیځ سره د اړیکو پر ښه کولو ټینګار کوي؛ د عبدالکبیر په ګډون، چې د خپلو ویناوو په ډېری برخه کې د نړۍ سره د ښکېلتیا لپاره د طا-لبانو د ګټو خبرې کوي.

د طا-لبانو سیاسي مرستیال، عبدالکبیر، د ١٤٠٢لمريز کال د چنګاښ په ۳۱ مه وویل، «نړۍ نن ورځ په دې حقیقت پوهېږي چې دا خلک د افغانستان وارثان دي او له دغو خلکو سره اړیکي لري.»

په همدې حال کې د امریکا د قضايي څار ادارې ویلي، چې د طا-لبانو د واکمنۍ پر مهال امریکا له افغانستان سره درې میلیارده ډالره مرسته کړې، چې له دې ډلې یې سلګونه میلیونه ډالر له بېلابېلو لارو طالبانو ترلاسه کړي دي. پیسې، چې ځینې یې د طا-لبانو د واکمنۍ د ثبات یو عامل بولي.

دغه راز نور لوېديځ هېوادونه هم په منظم ډول له افغانستان سره د ميليونونو ډالرو مرستې اعلانوي

خو داسې ښکاري چې که څه هم د طا-لبانو د مشر قانون له کفارو سره ملګرتيا او مرسته منعه کوي، خو طا-لبان په حقیقت کې له غرب سره د تودو اړیکو غوښتونکي دي او د راپورونو له مخې له غرب څخه په میلیونونو ډالر ګټه اخلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا