اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

طالبان: د سیاسي ملحوظاتو له امله په م.م کې د افغانستان څوکۍ مونږ ته نه راکول کیږي

دید خبرې آژانس: په قطر کې د طا-لبانو د سیاسي دفتر مشر وایي، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ د سیاسي ملحوظاتو له امله د طالبانو استازي ته نه ورکول کېږي.

سهیل شاهین د طا-لبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلویزیون سره مرکه کې ویلي: «د ملګرو ملتونو دغه چلند د اصولو خلاف او بې عدالتي ده.»

شاهین دغه راز زیاتوي، که څه هم دوی د قطر په دفتر کې هره ورځ د بېلابېلو هېوادونو له سفیرانو سره ګوري ترڅو د طا-لبانو موقف نړۍوالو ته واضیح کړي، خو ځیني رسنۍ او کړۍ د طا-لبانو په اړه منفي تبلیغات کوي.

نوموړي په دې مرکه کې بیا د کومې مشخصې رسنۍ او کړۍ نوم نه دی یاد کړی.

په قطر کې د طا-لبانو د سیاسي دفتر مشر وایي، د دې ترڅنګ چې یاده ډله د بېلابېلو هېوادونو سفیرانو ته بلنه ورکوي، څو په کابل کې د دوی له مشرانو سره وګوري، دغه راز هڅه کوي چې د اقلیم د بدلون او ځينو نورو برخو کې نړۍوالې مرستې راجلب کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طا-لبانو حکومت په وار – وار سره ټينګار کړی، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ باید د دې لپاره دغې ډلې ته ور وسپارل شي، چې له نړۍ سره نږدې اړېکې وپالي.

د طا-لبانو حکومت تر اوسه د نړۍ د هېڅ یوه هېواد له خوا په رسمیت نه دي پېژندل شوی.

سره له دې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ څخه درې کاله تېرېږي، خو پر دغې څوکۍ د افغانستان د مخکیني جمهوري حکومت استازی نصیر احمد فایق پاتې دی او د افغانستان استازیتوب کوي.

د طا-لبانو حکومت د دوحې په درېیمه ناسته کې د ګډون لپاره په شرطونو کې یو همدا شرط ایښی و، چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ دې دوی ته ور وسپارل شي، خو د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې بیا وویل، چې د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو خبره د یوې مودې لپاره ځنډېدلې ده.

رزماري ډي‌کارلو ویلي و، چې د ملګرو ملتونو سرمنشي هڅه کوي د دغې څوکۍ لپاره مناسب کس وټاکي.

د نوموړې په وینا، د دې کار لپاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۵ غړو هېوادونو استازي باید هوکړه وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا