اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

طالبان: د افغانستان ۱۸۱ کیلومتره مربع طبیعي یخچالونه له منځه تللي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر وايي، د اقلیم د بدلون له امله په افغانستان کې ۱۸۱ کیلومتره مربع طبیعي یخچالونه له منځه تللي. هغه وړاندې وايي، چې دا مهال په هیواد کې ۲۱ میلیونه کسان پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

د طا-لبانو د چاپېریال ساتنې ادارې مشر مطیع الحق خالص د یکشنبې په ورځ د (لیندۍ ۱۱مه) د یوې خبري ناستې پرمهال وویل، چې د ۲۰۱۵ کال د اټکلونو له مخې، افغانستان په نړۍ کې د اقلیمي بدلون له امله شپږم هېواد و، خو وايي اوس داسې انګېرل کیږي چې د څو کلونو په تېریدو سره یې د زیان کچه نوره هم لوړه شوې ده.

خالص د اندیښنې په څرګندولو سره وویل، چې په افغانستان کې ۲۱ میلیونه کسان پاکو اوبو ته لاسرسۍ نه لري.

نوموړي د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې په هېواد کې د ګرمۍ د درجې د لوړېدو له امله ۱۸۱ یلومتره مربع طبیعي یخچالونه له منځه تللي دي.

د نوموړي په خبره د اقلیم بدلون له امله هر کال د کرنې سکتور ته ۲۸۰ میلونه ډالره زیان رسیږي.

هغه زیاته کړه، چې د ۲۰۲۳ کال تر پایه د اقلیم د بدلون له امله د طبیعي پېښو په ځانګړي توګه د وچکالۍ له امله ۲،۵ میلیونه کسان بېځایه شوي او همدارنګه د سېلابونو له امله هر کال ۷۵۰ کسان مړه کیږي او ۳۰۰ میلیونه زیربیناوي ویجاړیږي.

نوموړي زیاته کړه: «په تېرو لسو کلو کې یو لک او څلور زره هیکټاره کرنیزې ځمکې او ۴۶ زره هیکټاره باغونه له منځه تللي دي. او همدارنګه په تېرو لسو کلو کې ۴۵ زره کورونه ویجاړ شوي او ۱۱۰ زره ډیرو کورونه زیانمن شوي دي.

ښاغلی خالص وايي، په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له امله ۱۴۹ ډوله حیوانات او نباتات د له منځه تلو له ګواښ سره مخامخ دي.

نوموړی وايي، د هېواد د نورو سیمو په پرتله د افغانستان سوېل لویدیځ او شمالي تر ډیره د اقلیم د بدلون له امله زیانمن شوي دي.

نوموړی له مرستندویه هېوادونو څخه غوښتنه کوي، چې له افغانستان سره دې د اقلیمي بدلون په برخه کې سیاسي چلند نه کوي.

همدارنګه ښاغلی خالص زیاتوي، چې د اقلیم د بدلون مخینې ته په کتو د نړۍوالو بیړنۍ بشري مرستې بسنه نه کوي، نړۍوال باید بنیادي مرستې وکړي.

دا هغه شمېرې دي چې تر اوسه پورې په کور دننه او بهر نړۍوالو سازمانونو نه دي تایید کړې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا