طالبان: د اداري فساد کچه ټېټه شوې
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت وايي، په افغانستان کې د “فساد او بډو” کچه په بېساري ډول راټېټه شوې ده؛ خو خلک په کابل او ولایتونو کې طا-لبان په بډو اخیستو تورنوي.
له فساد سره د مبارزې نړۍوالې ورځې په درشل کې تېره ورځ د طا-لبانو ویاند مرستیال حمدالله فطرت په یوه ویډیویې پیغام کې ادعا کړې، چې پر افغانستان د یادې ډلې له واکمنېدو وروسته د فساد کچه ټېټه شوې ده.
نوموړی وایي:« د اسلامي امارت له بریا را وروسته د فساد او بډو اخسینې کچه په بېساري ډول راټېټه شوې ده. اوس ویلی شو، چې د پخوا پرتله افغانستان له اداري فساد څخه یو پاک هېواد دی.»
خو نوموړی وايي، ښايي په ټېټه کچه به د فساد په اړه ځینې ستونزې لا هم وي؛ خو دوی یې په وړاندې کلکه مبارزه کوي.
نوموړی ادعا کوي، چې د تېر حکومت پر مهال، د دولتي ځمکو غصب، د پيسو په بدل کې د څوکیو وېش او په قراردادونو کې بې کچې فساد کېده.
خو یو شمېر کسان بیا ویلی چې لوړپوړي او ټېټ پوړي اکثریت طا-لب چارواکي په فساد کې ښکېل دي.
دغه کسان چې د طا-لبانو له ډاره نه غواړي نومونه یې په راپور کې ذکر شي وايي، په دولتي ادارو کې ډېر عادي کارونه د بډو ورکولو په زور ترسره کېږي.
دوی وایي، په ولایتونو کې ډېر طا-لب چارواکي غیر رسمي استازي لري او ډېرې رغنیزې او دولتي پروژې د یادو استازو په لاس د بډو په اخیستلو ځانګړو کسانو او شرکتونو ته ورکول کېږي.
د شریف الله په (مستعار نوم) د کندهار یو اوسېدونکی وايي:« خپل پخوانی کور مې غوښت له سره ورغوم، دوه میاشتې مې د کندهار په ښاروالی او د ښار او کور جوړونې په ریاست کې عریضه لاس پر لاس وګرځوله، په پای کې مجبور شوم، د دوی ځینو کسانو ته مې مېلمستیا وکړه او درې ایفون موبایلونه مې ورته واخیستل بیا یې ماته د کور د جوړېدو اجازه راکړه دا یې یوه کوچنۍ بېلګه ده.»
داسې راپورونه هم ورکول شوي، چې د طالبانو مشر په یو شمېر وزارتونو کې د پراخ فساد د شتهوالي له امله په خپلو وزیرانو کې ادلون بدلون راوستی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستیو کې د طا-لبانو مشر د یادې ډلې د کانونو او پټرولیم، افغانستان بانک، عامې روغتیا او برېښنا وزیران بدل رابدل کړل او داسې ویل کېده چې دغه وزیران په درغلیو او فساد کې ښکېل وو.