اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

طالبانو په درې وروستیو کلونو کې ۳۷ د سنګسار حکمونه صادر کړي

دید خبرې آژانس: په افغانستان کې د طا-لبانو سرپرست حکومت په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۰۶ ښځو په ګډون ۵۸۷ کسان د ټولو په وړاندې په دُرو وهلي دي.

ویل کیږی چې طا-لبانو په تېرو درېیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د ۱۰۶ ښځو په ګډون ۵۸۷ کسان د ټولو په وړاندې په دُرو وهلي دي.

د هغو شمېرو پر بنسټ چې د طا-لبانو د سترې محکمې له خوا په تېرو درېیو کلونو کې خپرې شوي، طا-لبانو په ۱۴۰۱ هجري لمریز کال کې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د ۷۳ ښځو په ګډون ۲۹۸ کسان د ټولو په وړاندې کې په دُرو وهلي دي.

۱۴۰۲ کال هم د تېر کال په څېر و. طالبانو سږ کال هم د ټولو په وړاندې د سزا ورکولو لړۍ روانه ساتلې او د ټولو په وړاندې یې د ۶ ښځو په ګډون ۴۴ کسان په دُرو وهلي دي.

له دې سره هم مهاله؛ د طا-لبانو سترې محکمې د ۱۴۰۲ کال د غویي په ۱۴مه اعلان وکړ چې د دوی محکمو په ټول افغانستان کې ۱۷۵ تنه د قصاص، ۳۷ د سنګسار او څلور محکومینو ته د دیوال د ړنګولو سزاګانې اورولې دي.

دا هغه شمېرې دي چې د طا-لبانو سترې محکمې تر اوسه خپرې کړي دي، خو د هېوادوالو په وینا د طا-لبانو له خوا د قصاص او سنګسار شمېرې تر هغه زیاتې دي چې تر دې مهاله یې وړاندې کړې دي.

که څه هم د طا-لبانو له خوا جسمي سزاګانې له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوې، خو دغه لړۍ په روان هجري لمریز کال کې هم دوام لري.

د طا-لبانو د سترې محکمې د معلوماتو پر بنسټ، طا-لبانو په روان هجري لمریز کال کې د ۲۶ ښځو په ګډون ۲۴۵ کسان د ټولو په وړاندې په دُرو وهلي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په تېرو درېيو کلونو کې طالبانو په غزني، فراه، لغمان او سرپل ولايتونو کې د پنځو کسانو د اعدام د حکم په اړه څه نه دي ويلي.

تازه؛ طا-لبانو تیره ورځ د بامیان ولایت په مرکز کې د یوې ښځې په ګډون درې تنه د ناوړه اړیکې او غلا په تور په د ټولو په وړاندې په دُرو ووهل.

وروسته له هغه چې طا-لبان واک ته ورسېدل، له هغه څه څخه چې دوی یې د شریعت پلي کېدل بولي؛ د هېوادوالو پر وړاندې تر ټولو سختې سزاګانې عملي کړې دې. د اعدام حکم او قصاص، سنګسارول، تر دیوال لاندې کول او د ټولو په وړاندې د دُرو وهل هغه څه دي چې طا-لبانو په تېرو درېیو کلونو کې د هېوادوالو په وړاندې عملي کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا