افغانستانروستي خبرونه

طالبانو رسنۍ وګواښلې

طالبان:که بي بي سي ،آزادي او نورې رسنۍ “پروپاګند” بند نکړي په اړه به یې دریځ بدل کړو

طالبانو وروسته له هغه چې بي بي سي،آزادي او نورو رسنیو د هلمند ولایت د ناوې ولسوالۍ له طالبانو څخه د بیرته نیولو خبر ورکړ یادې رسنۍ ګواښلې دي

د وسلوالو طالبانو د ویاند قاري یوسف احمدي لخوا په یو ورکړل شوي خبر کې له بي بي سي،آزادي او نورې رسنیو څخه غوښتل شوي چې د هلمند ولایت د جګړې په اړه باید یادې رسنۍ د دوی نظر واخلي او په خبره یې چې د دوی له “دښمن”سره دې نوره مطبوعاتي مرسته بنده کړي

طالب ویاند ویلي،که دا رسنۍ داسې ونکړي نو بیا د دوی حق دی چې د دوی په وړاندې خپل دریځ بدل کړي

احمدي د یادو رسنیو په اړه داسې لیکلي “موږ له بي بي سي، آزادۍ او نورو رسنیو څخه غواړو چې دهلمند د جګړې په اړه په راپورونو کې زموږ نظر له ځانه سره ولري او د دښمن سره د پروپاګند په کار کې مرسته بنده کړي.
که داسې ونکړي  بیا دا زموږ حق دی چې دیادو تبلیغاتي چینلونو په وړاندې خپل دريځ بدل کړو او رسنيز حیثیت يې نور په رسمیت ونه پيژنو”

د یادونې وړ ده چې طالبانو یو ځل مخکې د قندوز د نیولو پر مهال د طلوع او یک تلویزونو په اړه هم دیته ورته خبر کړې او هغه دواړه تلویزونونه یې هغه وخت له دې امله خپل نظامي اهداف وګرځول چې ګواکي په خبره یې په دوی پسې “ناوړه”تبلیغات کوي چې وروسته یې بیا بریدونه هم پرې وکړل.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا