افغانستانامنیت و حوادثتر تولو مشهورمهم مطالب

ضیا سراج: افغانستان د القا/عدې مرکز ته بدل شوي دي

دید خبري آژانس: د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر احمد ضیا سراج په دې وروستیو کې ویلي چې طا-لبانو د القا/عدې غړو ته د هویت اسناد ورکړي او ادعا یې کړې چې د طا-لبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان د القا/عدې د ځواکونو د قوماندې او کنټرول مرکز ته بدل شوی دی.” په ورته وخت کې، هغه وویل چې د طا-لبانو لوی شمیر چارواکي د القا/عدې ډلې غړي دي نه د طا-لبانو.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني مشر احمد ضیا سراج د تروریزم پر وړاندې د مبارزې له مرکز (CTC) سره په خبرو کې وویل؛ القا/عده د افغانستان له لارې د یمن او سومالیا په څیر هیوادونو کې خپل عملیات رهبري کوي او اجرا کوي.

هغه زیاته کړه چې اوس مهال د القاعدې غړي د طا-لبانو په وزارتونو کې د سلاکارانو په توګه کار کوي.

سراج ویلي دي چې طا-لبانو د القاعدې غړو ته افغاني پاسپورټونه او هغوی ته یې «افغان» تابعیت ورکړی دی.

هغه زیاته کړې ده چې «د طالبانو یو زیات شمیر چارواکي د القا/عدې غړي دي نه د طا-لبانو.»

د پخواني حکومت دغه امنيتي چارواکي په کاپيسا کې د طا-لبانو والي قاري بريال، د دې ډلې د کورنيو چارو مرستيال مولوي نورجلال، د پنجشېر والي محمد اغا حکيم او د دې ډلې لومړى مرستيال تاجمير جواد په څېر کسان ياد کړل. د دې ډلې د استخباراتو مرستیال چې په اصل کې یې مخونه دي، د القا/عده ترهګرې شبکې سره تړاو لري، خو د طا-لبانو په ډله کې فعالیت لړي.

په ورته وخت کې پرون (د زمري ۱۱مه) د روسیې د دفاع وزیر هم دې ته اشاره وکړه چې د طا-لبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان اوس د منځنۍ اسیا پر وړاندې تر ټولو ستر ګواښ بلل شوی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا