اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

صالح: د دوحې پروسه د جمهوریت پر ضد د ناټو په ملاتړ د کودتا یو پلان و

دید خبرې آژانس: د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وايي، چې د ولسمشر محمد اشرف غني او زلمي خلیلزاد تر منځ اړیکې دومره ترینګلې وې چې کله کله به د معمول تعارف پرته ناستې پیل شوې.

صالح د جمعې په ورځ (د لړم څلورمه) پر اېکس ځپور کړي پیغام کې لیکلي، چې امریکا هڅه وکړه د دوحې لومړی بهیر چټک کړي چې د ولسمشرۍ د ټاکنو د ترسره کیدو مخه ونیسي، تر څو جمهوري نظام مشروعیت له لاسه ورکړي او تور یې په واشنګټن پورې نه شي.

نوموړی زیاتوي: “ټاکنې د امریکا د خوښې خلاف او د امریکا له ملاتړ پرته ترسره شوې. له هغه وروسته د واشنګټن ستراتیژي د افغانستان د سیاسي قشر ټوټه کول و. هر ځل چې خلیلزاد کابل ته سفر کاوه، لومړی یې د سولې فضا جوړوله. له ولسمشر سره له کتنې مخکې یې له سیاسي رهبرانو سره کتل او ارګ یې د سولې او ثبات ګډوډونکی معرفي کاوه.”

د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال چې په افغانستان کې د امریکا د تګلارې یو له منتقدینو څخه دی وايي، دوی د اصلاح شوي طالبانو، ټول شموله حکومت د اصطلاحاتو او د امریکا له خوا د حکومت د منزوي کولو او د سولې د مالکیت په څېر نور پلانونهه تر لاس لاندې لرل.

نوموړی وايي، خلیلزاد او د امریکا سفارت دنده درلوده چې د جمهوریت ضد تبلیغاتو په تمویل سره، د خلکو فکرونه ګډوډ کړي، د سیاسي طبقې د راپارولو او له طالبانو سره د یوې مفکورې او نتیجې پر بنسټ د خبرو لپاره یو متحد او همغږي پلاوی جوړ کړي. هغه وايي، چې دا کار د غربیانو په ځانګړې توګه د امریکا د مستقیمې مداخلې او رشوت ورکولو پرته تقریبا ناشوني وو.

هغه وايي، چې ګډوډې سياسي فضا د پوځي قطعاتو پر مورال بده اغېزه کړې وه او محمد اشرف غني څو څو ځلې د امريکا له سفير او د ناټو له عمومي قوماندان څخه وغوښتل، چې د ځانګړو قطعو او کومانډو ځواکونو قوماندانانو ته د ويزو ورکولو لړۍ ودروي، خو څرګنده وه، چې دوی له جمهوریت څخه د ملاتړ پلان نه درلود.

نوموړی زیاتوي: “کله نا کله به د ولسمشر په ګډون موږ ټولو هڅه کوله چې له غربیانو سره په خبرو کې د زلمي خلیلزاد دروغ افشا کړو، په دې نه پوهیدو چې د یوه درواغجن ګمارل او د درغلۍ ترسره کول د دې دسیسې یوه برخه وه.”

صالح وايي، د دوحې پروسه د ناټو په ملاتړ د جمهوریت پر ضد د کودتا پلان و، چې باید په ډېر احتیاط سره تطبیق شوی وای، خو سیاسي مشرانو ډېر ځله فکر کاوه، چې امریکا د اشرف غني د جمهوري نظام له ټوټو سره طا-لبان یوځای کوي او د دوی شخصي ګټې به خوندي وي.

امرالله صالح وايي، چې جمهوریت ځپنه اوس هم د ځینو لپاره یوه پروژه ده.

صالح دا پوسټ پر اېکس وروسته له هغه خپور کړ، چې خلیلزاد د ښځو پر وړاندې د بندیزونو په اړه د طالبانو پر سیاستونو نیوکې وکړې.

د افغانستان په چارو کې د امریکا پخوانی استازی ویلي، چې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تعلیمي محدودیتونه نه اسلامي دي او نه هم د کوم بل اسلامي هېواد له خوا تایید کیږي. زلمي خلیلزاد د طا-لبانو دا کړنه د شرم وړ بللې او ویلي یې دي، چې د برېکس ډلې هم د طا-لبانو له دې تګلارې سره خپل مخالفت څرګند کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا