اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

صالح: افغان مېرمنې د خپلو لومړنیو حقونو لپاره مبارزه کوي

دید خبرې آژانس: د پخواني ولسمشر لومړی مرستیال امر الله صالح په خپل ایکس کې لیکي، چې د افغان او ایراني مېرمنو ستونزې سره هېڅ ورته والی نه لري.

نوموړي په خپل اېکس کې لیکلي، چې ایراني مېرمنې د غربیانو په شان ازادي غواړي او افغان مېرمنې د خپلو لومړنیو حقونو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي.

نوموړی زیاتوي، چې د افغانستان د ښځو حقوقي ستونزې او د غربي رسنیو له خوا د ایراني مېرمنو لپاره د خیالي ستونزو پرتله کول په حقیقت کې هېڅ کوم ورته والی نه لري.

ښاغلی صالح وایي، چې د افغانستان ښځې خپلو ساده او بنسټیزو حقونو ته لکه؛ زده کړې او ان ډاکټر تګ ته لاسرسی نه لري.

د زرغون بهیر مشر وایي: “ایراني مېرمنې د لېبرالي حقونو په لټه کې دي او د غربيانو په شان د ازادیو د ترلاسه کولو لپاره مبارزه کوي، چې مونږ له دې سره کار نه لرو؛ خو د افغان مېرمنو ستونزې باید د ایراني مېرمنو له ستونزو سره ګډې نه شي.”

د امرالله صالح په خبره؛ د افغان او ایراني ښځو د ستونزو د بحث یو ځای کول د دې تر څنګ چې د افغان ښځو د حقونو د تر لاسه کولو لپاره هېڅ کومه ګټه نه کوي، یوه واضح او حقیقي داعیه له یوه پروژه یي شعار سره یو ځای کوي.

ښاغلی صالح له هغو افغان مېرمنو چې د ښځو د حقونو په برخه کې مبارزه کوي غواړي، چې له غرب مېشتو لېبرالېستانو سره په ګډو غونډو کې له ګډون کولو ډډه وکړي.

نوموړی وایي: “دا دوه بحثونه سره بېل دي او یو ځای کول یې سره له دې چې منطقي نه دی، د افغان مېرمنو مبارزې ته زیان هم رسوي.”

ښاغلی صالح دغه خبرې په داسې حال کې مطرح کوي، چې په دې وروستیو کې د افغانستان او ایران یو شمېر ښځې د ((جنسیتي توپير د پای ته رسولو)) کمپاین په تر سره کولو غواړي، چې دغه کړنې د بشریت ضد جرم په توګه وپېژندل شي.

دغه فعالانې په هېوادونو غږ کوي، چې د “طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان او ایران کې د جنسیتي توپير له نظام سره مبارزه وکړي او پای ته یې ورسوي.”

تر دې دمه د ایران او افغانستان د ښځو د حقونو یو شمېر نوموتې څېرې او هنرمندانې لکه مسیح علي نژاد، نازنین فنادي، حبیبه سرابي، میترا مهران، یلدا رایان، فوزیه کوفي، شیرین عبادي، ګلشفته فراهاني، عزیتا غني زاده، بنفشه یعقوبي شاملې دي او په دې کمپاین کې د افغانستان، ایران او نړۍ لسګونو ښځو برخه اخیستې ده.

له دې سره، یو شمېر ښځینه فعالانې بیا پر دغو کمپاینونو په نیوکې سره وایي، چې اوسمهال د افغان ښځو لومړیتوب د نجونو د زده کړو بیا پیلېدل دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا