اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

صالح: اسلامی امارت د متقاعدینو حقوق نه ورکوي

دید خبرې آژانس: د زرغون بهیر مشر امرالله صالح د متقاعدینو اړوند د ملا هبت الله آخندزاده د نوي فرمان په غبرګون وایي: «طا-لبان متقاعدین تور نخود پسې لېږي.»

ښاغلي صالح په خپل اېکس کې لیکلي، چې د متقاعدینو د حقوقو د ورکړې په اړه د هبت الله فرمان تر ډېره غلا ته ورته دی او یاده ډله د متقاعدینو حقوق نه ورکوي.

د نوموړي په خبره، طا-لبان له هر متقاعد څخه غواړي، چې محکمې ته عریضه وکړي او توضیحات ورکړي، چې د څه لپاره د امتیازاتو مستحق دی.

نوموړی همداراز زیاتوي: «محکمه باید هرې عریضې ته په انفرادي توګه رسېدګي وکړي او له تحقیق وروسته باید د مالیې وزارت ته د پیسو د مشخص کولو په موخه مراجعه وکړي او عارض باید د مالیې وزارت پر ضد دعوا وکړي.»

د زرغون بهیر مشر امرالله صالح وایي، چې د یاد فرمان اجرا کېدل او هر مورد ته رسیدګي ډېر وخت نیسي او د خلکو د سرګردانۍ لامل کېږي.

صالح دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې د طا-لبانو مشر ملا هبت‌الله فرمان ورکړی، چې د تېر حکومت د متقاعدینو حقونو ورکړې ته دې په هره اداره کې ځانګړې محکمې جوړې شي.

د راپورونو له مخې، دغه محکمې به د شریعت او قانون له مخې د متقاعدینو حقوق تایید او ورکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طا-لبانو مشر تر دې وړاندې په افغانستان کې د تقاعد سیسټم لغوه او د متقاعدینو تنخواوې بند کړي و.

د نوموړي له دغې پرېکړې سره د تېر حکومت متقاعدین د خپلو حقونو د ترلاسه کولو په موخه پراخ اعتراضونه کړي دي.

په تېر لړم میاشت کې د متقاعدو دولتي کارکوونکو یوې ډلې د طا-لبانو له خوا د دوی د درې کلنو تنخواوو د نه ورکولو له امله په کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) پر وړاندې اعتراض هم کړی.

تقاعد شوي پخواني کارکونکي وايي، چې په ۱۴۰۰ ل کال کې واک ته د طا-لبانو له رسېدو وروسته دوی خپل تقاعد نه دی ترلاسه کړی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا