شکېب: له ګاونډیو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو
دید خبرې آژانس: په اسلاماباد کې د اسلامي امارت سفارت شارژدافیر سردار احمد شکېب د اسلاماباد د سیمهییزو مطالعاتو په انسټېټيوټ کې ویلي چې، اسلامي امارت هېڅ ډلې ته اجازه نهورکوي چې، د افغانستان خاروه د پاکستان پر ضد وکاروي.
ښاغلي شکېب «د پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسیا د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا» تر عنوان لاندې غونډه کې ټینګار کړی چې، په پاکستان کې ناامني پر افغانستان او سیمې پر هېوادونو اغېز کوي.
په اسلاماباد کې د اسلامي امارت د سفارت شارژدافیر ویلي:«د افغانستان اسلامي امارت او د افغانستان خلک او ولس هېڅکله، د هېڅ ګاونډي په چارو کې نه مداخله کول غواړي او نه په هغه کې مو لاس لرو؛ بلکې موږ په خپل هېواد کې او په سیمه کې ثبات غواړو او له ټولو ګاونډیانو سره ښې اړیکې غواړو.»
د اسلامي امارت دغه ډیپلومات دغهراز ټینګار کړی چې، د افغانستان، پاکستان او چین ترمنځ درې اړخیزې همکارۍ، د سیمې هېوادونو سره نښلوي او په سیمه کې د سوداګرۍ د پیاوړتیا لامل کېږي.
د اسلامي امارت د سفارت شارژدافیر د افغانستان او پاکستان ترمنځ د مډرنې سوداګرۍ د تړونونو نشتون، په مکرره توګه د بندرونو تړل کېدل، د ګمرکي اسانتیاوو محدودیت او د تعرفو یو ناڅاپي او یو اړخیز لوړوالی، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د ښهوالي پر وړاندې ستر خنډ ګڼي.
سردار احمد شکېب په دې هکله څرګندوي:«غوښتنه به دا وي کهچېرې ته پاکستان او افغانستان په ګډه یو مډرن هوکړهلیک او اغېزناکه سوداګریزه معاهده ولري او پر دغو مسایلو ډېر تمرکز وکړي چې، د سوداګرۍ او ټرانزیټ په وړاندې هر ډول خنډونه چې، دي هغه لهمنځه ولاړ شي.»
د افغانستان او پاکستان ترمنځ سرحدي شخړې او په بېلابېلو دلایلو د تورخم بندر تړل کېدل له هغو عواملو بلل کېږي چې، تل یې د دواړو هېوادونو پر اړیکو سیوری غوړولی دی.