اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبګزارش

شهباز شریف: طا- لبان دی ټولګډونه حکومت جوړ کړي

دید خبرې آژانس: د پاکستان لومړي وزیر د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې له طا-لبانو وغوښتل، چې د یو ټولګډونه حکومت د جوړېدو پر لور حرکت وکړي.

شهباز شریف وایي، چې پاکستان د نړۍوالې ټولنې د تمې ملاتړ کوي او اسلام اباد له طا-لبانو غواړي، چې بشري حقونو او په تېره بیا د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

د پاکستان لومړي وزیر د جمعې په ورځ (د تلې ۶مه) د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په څلورمه ناسته کې وویل، چې پاکستان غواړي چې په افغانستان کې وضعیت ژر تر ژره عادي شي.

نوموړي ټینګار وکړ، چې اوسمهال په افغانستان کې د دا/عش، القا/عدې او د تحریک طا-لبان پاکستان په ګډون یو شمېر نورې ترهګرې ډلې حضور لري.

شریف له طا-لبانو وغوښتل، چې له ترهګرو ډلو په ځانګړې توګه په پاکستان کې د خونړیو بریدونو له عاملانو سره مبارزه وکړي.

تر دې وړاندې د المان، اسټرالیا، کاناډا او هالنډ د بهرنیو چارو وزیرانو د چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړ، چې که په افغانستان کې د ښځو او نجونو وضعیت بدل نه شي، له طا-لبانو څخه به په نړۍواله محکمه کې شکایت وکړي.

د یادولو ده، چې مخکې ایران او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو هم له طا-لبانو غوښتي و، چې ټولګډونه حکومت جوړ کړي او د ښځو حقونه په پام کې ونیسي.

طا-لبان بیا خپله اداره ټولګډونه بولي او د ټولګډونه حکومت د جوړېدو او د بشري حقونو د خوندیتوب په برخه کې د نړۍوالو غوښتنې په خپلو چارو کې لاسوهنه یادوي.

دغه راز، طا-لبان د پاکستان ناامنۍ د دې هېواد کورنۍ مسله یادوي او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور هم ردوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا