اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

شهباز شریف؛ افغانستان د ترهګرۍ سرچینه ده

دید خبرې آژانس: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان د«ترهګرۍ سرچینه» وبلله.

که څه هم طا-لبان په کراتو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو شتون رد کړى دى او په دې وروستیو کې د دوی د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې په هېواد کې د دا/عش شتون رد کړ او ویې ویل چې د دوی تر واک لاندې افغانستان نورو هېوادونو ته ګواښ نه دی.

 د یوې ویډیو له مخې چې د پاکستاني رسنیو له خوا خپره شوې، ښاغلي شریف پرون (چهارشنبه،زمري ۳مه) په یوه غونډه کې چې د هغه د کابینې غړي هم پکې حاضر ويلي: «د یوه ګاونډي هیواد (اشارتا افغانستان) له خوا ترور په هیڅ صورت د منلو وړ نه دى.»

هغه په دې ناسته کې زیاته کړې چې په پاکستان کې بریدونه د يوې«تنظيم شوې دسیسې» له مخې ترسره کېږي.

شهباز شریف په پاکستان، په ځانګړې توګه په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې د«ترهګریزو» بریدونو د زیاتوالي په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې، او ويلي يې دي، چې دا ډول پیښې «له مخکې پلانېږي».

ښاغلي شریف همداراز ويلي، چې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ٢٠٢٢ کې د دغه هېواد د حکومت سره د اوربند له وړانديز ردولو  وروسته په پاکستان کې د بریدونو په تنظیمولو کې لاس لري.

پاکستاني چارواکو تر دې مخکې افغان طا-لبان د ټي ټي پي په ملاتړ تورن کړي او ویلي یې دي چې د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان کې ټي ټي پي پټنځایونه لري چې له هغه ځایه په پاکستان کې بریدونه تنظیموي.

خو طا-لبانو د دوى تر واک لاندې  افغانستان کې د پاکستاني طا-لبانو د غړو شتون رد کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د دا/عش، القا/عدې او طا-لبانو پر فعالیتونو د ملګرو ملتونو د څار ډلې په دې وروستیو کې ویلي چې د طا-لبانو تر واک لاندې افغانستان کې د پاکستاني طا-لبانو د جنګیالیو شمېر ۶زره۵۰۰ ته رسېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا