اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

شهاب الدین دلاور د بیلګیټس له بنسټ څخه د مرستو غوښتنه وکړه

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو تر واک لاندې باختر اژانس وايي، چې د دغې ډلې د سرې میاشتې مشر د اسیا لپاره د بیلګیټس له بنسټ څخه د مرستو غوښتنه کړې. شهاب الدین دلاور د اسیا لپاره د بیلګیټس بنسټ د پولیو څانګې له مشرې اناماریا سره په کابل کې کتلي.

د طا-لبانو تر واک لاندې باختر اژانس په خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې د دغې ډلې د سرې میاشتې مشر شهاب الدین دلاور تېره ورځ یکشنبه د (لړم ۲۷مه) په کابل کې د اسیا لپاره د بیلګیټس بنسټ د پولیو څانګې له مشرې اناماریا سره کتلي او له هغې یې د مرستو غوښتنه کړې.

د مایکروسافټ کمپنۍ مخکنی مشر بیلګټس یو امریکايي شتمن دی چې د نړۍ د تر ټولو شتمنو کسانو په کتار کې راځي.

باختر اژانس دا نه دي ویلي، چې دغه طا-لب چارواکي له دغه امریکايي بنسټ څخه په کومه برخه کې د مرستو غوښتنه کړې.

تر دې وړاندې د طا-لبانو مشر ملا هبت‌الله په سوېلي ولایتونو کې د پولیو واکسین پر کمپاین بندیز لګولی و چې تر بهرنیو فشارونو یې وروسته د بڼې بدلیدو په پلمه (د کور په کور په ځای جومات په جومات) دغو واکسینو ته په محدود ډول اجازه ورکړه.

طا-لبانو په افغانستان کې د نجونو او ښځو په زده‌کړو او کار بندیز لګولی او وايي چې دغه کار یې د شریعت د ښه پلي کولو په موخه کړی خو دوی بیا له بهرنیو ښځو سره لیدنې کتنې کوي.

که څه هم دغې بهرنۍ مرسته کوونکې خپله څه نه دي ویلي، خو طا-لبانو د اسیا لپاره د بیلګېټس بنسټ د مسوولې اناماریا له قوله ویلي، چې هغې د افغاني سرې میاشتې خدمتونه ستایلي او ژمنه یې کړې چې له اړمنو او ناروغانو سره به د افغاني سرې میاشتې له لارې مرستې کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا