اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبورزش او ځوانان

شل اوریز نړیوال جام؛ افغانستان نیوزیلینډ ته په لومړي ځل ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملی لوبډلې د شل اوریز نړیوال جام په دویمې سیالۍ کې د نیوزیلینډ لوبډلې ته د ۸۴ منډو په توپير ماتې ورکړه.

دا په روان شل اوریز نړیوال جام کې د افغانستان پرله پسې دویمه بریا ده او دا لومړی ځل و چې افغانستان له نیوزیلینډ د کرکټ سیالي ګټي.

دغه سیالي چې نن شنبه د کابل پر وخت سهار ۴:۰۰ بجې پیل شوې وه، نیوزیلینډ د پچې تر ګټلو وروسته توپ اچونه غوره کړه.

افغان لوبډلې ته رحمن الله ګربز یو وار بیا ښه وځلېد او ۸۰ منډې یې جوړې کړې چې په دې سره په روان شل اوریز نړیوال جام کې مخکښ منډه جوړونکی هم شو.

دغه راز ابراهیم ځدراڼ ۴۴ او عظمت الله عمرزي بیا ۲۲ منډې جوړې کړې.

د نیوزیلینډ لپاره په توپ اچونه کې ټرینټ بولډ او مټ هنري دوه دوه لوبغاړي وسوځول.

نیوزیلینډ د ټولو لوبغاړو تر سوځېدو وروسته په ۱۵.۲ اورونو کې ۷۵ منډې وکړې. یوازېنی مخکښ منډه جوړنکی یې ګلین پیلیپز و چې ۱۸ منډې یې وکړې.

په افغان توپ اچونکو کې بیا لوبډلمشر راشدخان ۴ لوبغاړي وسوځول، هغه چې د یوګانډا پر وړاندې هم په وروستیو دوه توپونو دوه لوبغاړي سوځولي وو او په دې لوبه کې یې په لومړي توپ لوبغاړی وسوځاوه، په شل اوریز کرکټ کې یې بل هېټریک هم په خپل نوم ثبت کړ.

دغه راز فضل حق فاروقي هم ۴ لوبغاړي وسوځول او په دوه سیالیو کې د ۹ وېکټو په ترلاسه کولو سره په روان ټورنمنټ کې تر ټولو مخکې دی.

همدارنګه محمدنبي هم دوه لوبغاړي اوټ کړل.

د ویلو ده چې افغانستان به خپله درېیمه سیالي د پي‌این‌جي د لوبډلې پر وړاندې د جون میاشتې په ۱۴مه نېټه ترسره کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا