اسلایدشوافغانستانجګرهحکومتخبرسیاسيسیمه

شریف: افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي

دید خبرې آژانس: د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، یوځل بیا ادعا کړې چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي.

هغه د خیبر پښتونخوا په کاکول نظامي اډه کې د وینا پر مهال، د ترهګرۍ موضوع له افغانستان سره د پاکستان په اړیکو کې یوه له مهمو خنډونو بولي او زیاتوي، چې په دې هکله یې اسلامي امارت ته څرګند او واضح پيغام استولی دی.

شهباز شریف په دې هکله وویل:«موږ د افغانستان لنډمهالي حکومت ته پرېکنده او څرګند پیغام استولی. په داسې حال کې، چې له کابل سره د سوله‌ییز ګاونډیتوب اړیکو غوښتونکي یو؛ خو دا چاره به تر هغې چې د افغانستان خاوره پر پاکستانیانو د برید لپاره وکارول شي، شونې نه‌وي.»

هغه کابل ته د پاکستان د لومړي وزیر د مرستیال او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار سفر ته په نغوتې ویلي، چې اسلام‌اباد له کابل سره د اړیکو ښه کولو لپاره ډېرې هڅې کړې دي.

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړه:«افغانستان زموږ ګاونډی هېواد دی. موږ ډېر لېواله یو، چې تل له دوی سره په سوله کې ژوند وکړو؛ خو له بده مرغه، زموږ د صادقانه او ډېرو هڅو سره سره، بیا هم د افغانستان له خاورې ترهګریز فعالیتونه ترسره کېږي.»

سرپرست حکومت تر اوسه د پاکستان د لومړي وزیر د دغو څرګندونو په اړه څه نه‌دي ویلي؛ خو تر دې مخکې یې د پاکستاني چارواکو دا ډول څرګندونې بې بنسټه بللې دي.

د پاکستان د لومړي وزیر له لوري د کابل او اسلام‌اباد د اړیکو ترمنځ د ستر خنډ په توګه، د ترهګرۍ مسئلې ډاګیزه کېدل په داسې حال کې مطرح کېږي، چې تېره ورځ (جمعه) د پاکستان د دفاع وزیر، په بې سارو څرګندونو کې اعتراف کړی، چې دغه هېواد په تېرو درې لسیزو کې له ترهګرۍ ملاتړ کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button