اسلایدشوافغانستانسیاستمهم مطالبګزارش

شرعي: له نړۍ سره د ښو اړیکو په لټه کې یو

دید خبرې آژانس: د ا.ا د عدلیې وزارت سرپرست په مکه معظمه کې «د مذهبنونو ترمنځ د پله جوړولو» په نوم کنفرانس کې، له ټولنې نړۍ په ځانګړې توګه له اسلامي هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

نوموړی دغه‌راز د نړۍ له هېوادونو سره د سرپرست حکومت د اړیکو په پراختیا کې د سعودي عربستان رول مهم بللی دی.

عبدالحکیم شرعي زیاته کړې:«زه د افغانستان د اسلامي امارت په استازیتوب د دغه کنفرانس له لارې دا پیغام استوم، چې په ټولیزه توګه او د زړه له تله د ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه اسلامي هېوادونو سره د ښو اړیکو په لټه کې یو. موږ پر دې باور یو، چې د سعودي عربستان شاهي حکومت د دې توان لري، چې له نړۍ سره د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې له اسلامي امارت سره همکاري وکړي.»

ښاغلي شرعي همدارنګه ویلي د اسلامي مذهبونو د علماوو او امامانو تر منځ یووالي او پیوستون خورا مهم بللی او ټینګار یې کړی، چې اسلامي هېوادونه په لویو مسایلو کې پیوستون ته اړتیا لري او زیاتوي، چې اسلامي امارت د ټولو اسلامي مذهبونو درناوی کوي.

د عدليې وزارت سرپرست ویلي:«که څه هم په افغانستان کې واکمن فقهي مکتب د امام ابوحنیفه رحمه‌الله مکتب دی؛ خو موږ باور لرو چې د اسلامي مذهبونو د علماوو تر منځ تفاهم او همکاري د ګډو موخو د ترلاسه کولو لپاره اړینه او حیاتي ده، په ځانګړې توګه په هغو مهمو مسایلو کې، چې د دیني نظر یووالي ته اړتیا لري. له همدې امله، موږ په افغانستان کې د ټولو اسلامي مذهبونو ائمه، علما او پیروانو ته درناوی کوو.»

په دغه دوه ورځني کنفرانس، چې د اسلامي هېوادونو د پیوستون سازمان لخوا په مکه ښار کې د اسلامي مذهبونو تر منځ د يووالي د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی و، د بېلابېلو اسلامي هېوادونو ځينو چارواکو او دیني عالمانو په‌کې ګډون کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا