شاپور حسنزوی له څلورو ورځو راهیسې د طا-لبانو په زندان کې دی
دید خبرې آژانس: یوې سرچینې وایی چې طا-لبانو تېره چهارشنبه (د تلې ٤مه) په ننګرهار کې د تېر حکومت د ولسي جرګې پخوانی غړی شاپور حسنزوی نیولی دی.
د آمو خبر له مخې د دغې سرچینې په وینا ښاغلی حسنزوی د طا-لبانو له خوا په ننګرهار ولایت کې نیول شوی دی.
دغې سرچینې په دې اړه څه نه دي ویلي چې ښاغلی حسنزی ولې نیول شوی او طا-لبانو هم تر اوسه په دې اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړى.
تر دې وړاندې طا-لبانو د ولسي جرګې یو بل پخوانی غړی الله ګل مجاهد چې د طا-لبانو له شخصیتونو سره د اړیکو له کمېسیون سره د تفاهم له لارې هېواد ته راستون شوی و، د وژنې په تور نیولی و، چې تر اوسه يې د برخليک په اړه معلومات نشته.
له بلې خوا د تېرې اونۍ د پنجشنبې په ورځ یو شمېر سرچینو آمو ته تایید کړه چې د طا-لبانو استخباراتو د پوځي او سیاسي مسایلو کارپوه جاوید کوهستاني په کابل ښار کې نیولی دی.
شاپور حسنزوی چې د تېر حکومت د ولسي جرګې پخوانی غړی و، له شخصیتونو سره د طا-لبانو د تماس د کمېسیون له لارې افغانستان ته راغلى و، په ځینو مواردو کې یې د طا-لبانو د عمومي عفوې د حکم په اړه ویلي؛ او په ځینو رسنیزو پروګرامونو کې د شنونکي په توګه راڅرګند شو، چې کله ناکله د طا-لبانو دریځ ته نږدې دریځ درلود.
دا نیونې د طالبانو د مشر د عمومي بښنې د فرمان په شتون کې ترسره شوي دي.
پخواني څارنوال غلام فاروق عليم وايي: « د ملا هبت الله اخندزاده د عفوې د فرمان اصلي موخه تر ډېره تبليغاتي اړخ لري او په ورته وخت کې په لومه کې د پخوانيو پوځيانو، پخوانيو دولتي کارکوونکو، په تېره بيا د قاضيانو او څارنوالانو اچول وو. پخوانی حکومت د دې حکم له مخې خلک تېراېستل شول، ځینې یې په افغانستان کې پاتې شول او د همدې سرليك لاندې مجازات شول.»
د روان هجري لمریز کال د غويي په میاشت کې په کابل کې د طا-لبانو د پولیسو ویاند خالد ځدراڼ پر اېکس لیکلي و چې د تېر حکومت د ولسي جرګې پخوانی غړی الله ګل مجاهد د طا-لبانو لخوا په قتل کې د لاس لرلو په تور نیول شوی دی او د پلټنو تر پایه به په توقیف کې وي.
الله ګل مجاهد هم د طا-لبانو دله شخصيتونو سره د تماس کمېسیون له لارې له هغو افغانستان ته تللی چې د طا-لبانو د مشر د عمومي عفوې تر حکم لاندې کار کوي. خو طا-لبانو د غويي له میاشتې راهیسې د هغه د برخلیک په اړه څه نه دي ویلي.
خالد ځدراڼ د غويي په ۲۳مه وویل: «الله ګول مجاهد د قاري سعیدالله په قضیه کې چې په ۰۹.۱۲.۱۴۰۲ کې ووژل شو، تورن دی. شته اسناد او د قضيې ماهيت ته اړتيا ده چې د هغه ازادي محدوده شي. له همدې امله پرېکړه وشوه چې د څېړنو تر بشپړېدو او د باصلاحیته محکمې تر حکم پورې دې په توقیف کې وساتل شي.»
ملګرو ملتونو د افغانستان د وضعیت په اړه په خپل وروستي درې میاشتني راپور کې، چې د تلې په میاشت کې خپور شوى، د عمومي بښنې حکم سره سره طا-لبانو له خوا د تېر حکومت د چارواکو او سرتېرو د شکنجې او ناوړه چلند د ۴ پېښو، ۹ د خپلسرو نیولو او د تېر حکومت د ۶ پېښو د ثبت خبر ورکړى.
د ملګرو ملتونو په وروستي درې میاشتني راپور کې راغلي: «۴ غیر قانوني وژنې، ۹ خپلسري نیول او ۶ د تېر حکومت د چارواکو او سرتېرو د شکنجې او ناوړه چلند قضیې د ملګرو ملتونو له خوا مستندې شوي دي.»
همدا راز د دغه راپور پر بنسټ، د ملي مقاومت جبهې سره د تړاو په تور یو تن غیر قانوني قتل او ۷ تنه خپل سري نیول شوي دي.
د بشري حقونو فعالې سیما نوري وویل:«د طا-لبانو د غیر قانوني کړنو د مخنیوي لپاره باید څو اړخېزه اقدامات وشي، له ملګرو ملتونو او نړیوالې ټولنې څخه یو دا چې پر طا-لبانو فشارونه زیات شي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي او بندیزونه زیات کړي.»
د جاوېد کوهستاني، شاپور حسن زوی او الله ګل مجاهد سربېره، چې د طا-لبانو له خوا نیول شوي دي، سرچینې مخکې له دې تایید کړې وه چې د طا-لبانو محکمې دوه خبریالان محمد عارف هجران او احمد کامران په لس کاله بند محکوم کړي دي.