اسلایدشوافغانستانحکومتخبرسیاسي

شاهین: د سیمې تعامل له اسلامي امارت سره پراخ شوی دی

دید خبرې آژانس: قطر کې د اسلامي امارت سفیر سهیل شاهین وایي، د سیمې هېوادونو د افغانستان اوسنی واقعیت درک کړی او له سرپرست حکومت سره یې په بېلابېلو کچو تعامل پیل کړی دی.

سهیل شاهین زیاته کړې چې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې ځنډول به منطقي نه وي.

نوموړي و ویل: «اسلامي امارت د ننني افغانستان یو واقعیت دی. سیمه او نړۍ هم په دې پوهېدلې، ځکه یې تعامل ته مخه کړې. موږ باور لرو چې مسایل د تفاهم او تعامل له لارې حل کېدایشي. په تېرو څلوېښتو کلونو کې ډېرو زبرځواکونو د تقابل او یرغل لار و ازماېله خو پایله یې ورنه کړه.»

هغه ویلي،  اسلامي امارت له پاکستان سره ښې اړیکې غواړي خو په خبره یې، دغه اړیکې باید دوه اړخیزې، متوازنې او د “ملامتۍ له لوبې” پاکې وي.

د شاهین په خبره، هند، ایران او نور هېوادونه هم دې پایلې ته رسېدلي چې سرپرست حکومت د هیڅ بهرني ځواک تر اغېز لاندې نه دی او دغه واقعیت د یادو هېوادونو دریځ بدل کړی دی.

هغه زیاته کړه: «باید ووایم چې موږ له پاکستان او نورو ګاونډیو هېواودنو سره مثبت تعامل غواړو خو دا به هله مثبته پایله ورکړي چې ورته تعامل ولري.»

اسلامي امارت تر دې وړاندې هم بیا بیا له نړۍوالې ټولنې د رسمیت پېژندنې غوښتنې کړي خو د ټولګډوني حکومت جوړول، بشري حقونو ته درناوی او د ترهګرۍ او نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه هغه شرایط دي چې نړۍوالې ټولنې د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې لپاره ټاکلي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button