اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

شاهین: د تور نوملړ او ورته خنډونه لرې شي

دید خبرې آژانس: په قطر کې د طا-لبانو د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین وایی په تور نوملړ کې د اسلامي امارت د چارواکو نومونه او نور خنډونه چې له سرپرست حکومت سره د مثبتو اړیکو مخه نیسي باید لېرې شي.

ښاغلی سهیل شاهین وايي: «موږ هیله من یو چې د تور نوملړ او نور خنډونه چې د مثبتو اړیکو پر وړاندې دي، لرې کړی شي څو د دوه اړخیزو ملي ګټو په رڼا کې، پراخې اړیکې ولرو.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي دي، چې د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د چارواکو د نومونو د لېرې کېدو بهیر د دغه هېواد په قانون کې بدلون ته اړتیا لري او له همدې امله دا چاره ژر شونې نه ده.

د دغه وزارت معین د روسیې له ریانووستي خبري آژانس سره په خبرو کې د کابل او مسکو د اړیکو پر پراختیا ټينګار کړی او ویلي یې دي، چې دا اړیکې له ممنوعه نوملړه د اسلامي امارت د چارواکو د نومونو لېرې کېدو ته اړتیا لري.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت معین، آندری رودنکو وايي: « د ممنوعه ډلو له نوملړه د طالبانو د نومونو د لېرې کېدو بهیر چټک نه دی، ځکه دا چاره د روسیې په قوانینو کې بدلون ته اړتیا لري.»

د نړۍوالو اړیکو شنونکی، واحد فقیري وايي: «دا چې روسیه وايي، له تورنوملړه د طالبانو د نوم لرې کول وخت او قانوني پړاونو ته اړتیا لري، دا زما په نظر یوه پلمه ده. موږ پوهیږو چې په روسیه کې کارونه د ښاغلي پوتین په یوه لاسلیک حل کیږي.»

په روسیه کې د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د چارواکو د نومونو د لېرې کېدو طرحه د روان کال په لومړیو کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو له لوري جوړه شوه او د تایید لپاره کرملین ماڼۍ ته ولېږل شوه او تر اوسه یې هېڅ پایله نه ده خپره شوې.

دا په داسې حال کې دی چې تر دې وړاندې په منځنۍ آسیا کې قزاقستان او قرغیزستان د ممنوعه ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د چارواکو نومونه لېرې کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا