اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهټولنه

سېلابونو په افغانستان کې د اوبو رسولو ډېرې شبکې ویجاړې کړې دي

دید خبری آژانس: یونیسف یا د ملګروملتونو د ماشومانو صندوق وایی چې په افغانستان کې وروستیو سیلابونو د اوبو رسولو ډیرې شبکې ویجاړې کړی دی.

د ملګرو ملتونو دغه سازمان پرون (یکشنبه د جوزا ۶مه) وویل چې هره ورځ ۲۲ زره ټنه د څښاک اوبه وېشي.

د یونیسف په وینا، هره ورځ ۱۵ لیتره اوبه هر کس ته ویشل کیږي.

یونیسف وايي په سیلاب ځپلو سیمو کې کورنۍ د څښاک، پخولو او حمام لپاره اوبو ته اړتیا لري.

ملګرو ملتونو د روان کال په اپریل میاشت کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې ۷۹ سلنه کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

افغانستان د طبیعي پیښو سره مخامخ دی او ملګري ملتونه دغه هیواد د اقلیم د بدلون په برخه کې یو له ډیرو زیان منونکو هیوادونو څخه بولي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا