اسلایدشوافغانستاناقتصاد او پراختیابرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

سیګار وايي: افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو ۳۰۰ میلیونه ډالر ورک دي

دید خبرې آژانس: د افغانستان د بیارغونې په برخه کې د امریکا د متحدو ایالتونو اداره “سیګار” وايي، چې له ۲۰۲۱ کال راهیسې افغانستان ته د انتقال شویو ۲.۸ میلیارده ډالرو له جملې، نږدې ۳۰۰ میلیونه ډالر لا درکه دي.

د سیګار په خپل وروستي راپور له مخې؛ له افغانستان سره د امریکا د بشري مرستو ۲۹۳ میلیونه ډالره ښايي د طالبانو لاس ته رسیدلي وي.

د افغانستان د بیارغونې لپاره د ځانګړي مفتش “سیګار” راپور یادونه کړې، چې په افغانستان کې د امریکا د مرستو شویو پیسو تر لاسه کوونکو پنځه دفترونو څخه یوازې درېیو یې اړین اسناد وړاندې کړې دي.‌

په دغه راپور کې راغلي: “د بهرنیو چارو وزارت باید د دې مرستو واقعي تر لاسه کوونکي معلوم کړي، تر څو د دې مخه ونیول شي چې دا مرستې د طالبانو یا نورو منع شویو ادارو لاس ته ونه لویږي.”

دغه رپوټ خبرداری ورکړی، چې “ښايي طالبانو د متحده ایالاتو د بشري مرستو څخه ناوړه ګټه پورته کړې وي او ښايي دا کار یې د نا دولتي ادارو په جوړولو او په دغه توګه د مرستو د تر لاسه کولو له لارې کړی او هغه پیسې یې بیا د خپلو اهدافو لپاره کارولي وي.”

سیګار د بهرنیو چارو وزارت څخه وغوښتل چې د مرستې د سپارولو سرچینې ومومي او دا اسناد ترلاسه کړي، چې د امریکا مرستې چا ته رسیدلي دي.

راپور یادونه کړې، چې د بهرنیو چارو وزارت د دغه راپور له موندنو سره موافقه کړې او “د څېړنې اړتیا یې منلې ده.”

په ۲۰۲۱ کال کې له افغانستانه د امریکا له وتلو وروسته واشنګټن دغه هېواد ته په ټولیز ډول ۲،۸ میلیارده ډالره بشري مرستې استولې دي.

د طا-لبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هغه ادعاوې په کلکه رد کړې، چې ګواکې طا-لبانو د امریکا مرستې اختلاس کړي دي.

هغه وايي: “د متحده ایالاتو په ګډون مرستندویه هېوادونو د مرستو د وېش لپاره خپل معیاري کړنلارې او پالیسي جوړه کړې ده. هر ډول مرستې چې له دې هېوادونو څخه تر لاسه کیږي هغه نادولتي موسسو ته سپارل کیږي چې د اړوندو مرستندویه هېوادونو له خوا اداره کیږي. دا نادولتي موسسې د خپلو پالیسیو له لارې مرستې وېشي. موږ په دې پروسه کې مداخله نه کوو. “

هغه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل چې له بشري مرستو دې پر افغانستان د فشار د وسیلې په توګه کار نه اخلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا