اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

سیګار: مولوي نور جلال د روغتيا په برخه کې هيڅ تجربه نه لري

دید خبرې آژانس: د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا ځانګړي مفتش (سیګار) په یوه نوي راپور کې د طا-لبانو د عامې روغتيا وزير نورجلال ته په اشارې ويلي، چې د طا-لبانو ګمارل شوى چارواکى د عامې روغتیا په برخه کې «هیڅ تجربه» نه لري.

د سيګار په وينا، نور جلال د غبرګولي په اتمه د طالبانو لخوا د عامې روغتیا وزیر وټاکل شو.

سیګار وايي، هغه له ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ پورې د طا-لبانو د کورنیو چارو وزیر و. نوموړی ۱۱ کاله (له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۱۲ پورې) د ملګرو ملتونو په تور لېست کې و.

د سيګار د راپور پر بنسټ، نور جلال په ٢٠٢٢کال کې د طا-لبانو ځانمرګي بریدګر(فدایان) د طا-لبانو د «وياړ» په توګه تعریف کړي وو.

سیګار زیاته کړه، «هغه (نور جلال) د عامې روغتیا په برخه کې هيڅ تجربه نه لري. د نړیوالې پراختیا لپاره د متحده ايالاتو ادارې ویلي چې دوی د خپلو پلي کونکو شریکانو سره په تماس کې دي ترڅو معلومه کړي چې د جلال ګمارنه به په روغتیایی خدماتو څنګه اغېزه وکړي.

سیګار ويلي، د نړیوالې پراختیا لپاره د متحده ایالاتو ادارې یادونه کړې چې د روغتیایی کارمندانو او طا-لبانو تر منځ اړیکې «په افغانستان کې د لومړنیو روغتیایی مرستو چمتو کولو هڅو لپاره مهمې دي.»

طا-لبانو د دغه راپور د موندنو په اړه  تراوسه څه نه دي ویلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا