سیما سمر: د افغانستان جګړه په بمونو نه ګټل کېږي
افغانستان کې د بشري حقونو د کميسيون رييسې سيما سمر د افغانستان د اوسني وضعيت او جګړې په اړه له «دويچه ويله» سره مرکه کړې ده او د بېلا بېلو موضوعاتو په اړه غږېدلې ده.
هغې ويلي دي، چې د افغانستان اوسنی وضعيت د خرابېدو پر لور روان دی، چې لامل يې د دې هېواد له پاره د يوې اوږدمهالې ستراتيژۍ او د افغانستان د بيا رغونې په اړه په جګړه کې د ښکېلو هېوادونو له لوري د يوې متحدې تګلارې نه شتون دی.
اغلې سمر زياته کړې ده، چې نړيواله ټولنه په دې کې پاتې راغله چې د افغانستان د خلکو باور ځان ته جلب کړي، ښه حکومتولي رامنځته نه شوه او امنيتي وضعيت سم نه کړی شو. هغې د دې خراب امنيتي وضعيت مسوولان سيمهييز او نړيوال عناصر وبلل، چې په وينا يې د افغانانو له مشکله بده استفاده کوي: «دلته غربت دی، کاري فرصتونه، ښه حکومت ولي، کاري او ځواب ويونکې ادارې نه شته، ټولو دغو شيانو خلک اړ کړي چې د خلاصون په اړه سوچ وکړي».
د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغانستان جګړه ولې د امریکا د تاريخ تر ټولو اوږده جګړه شوه؟ هغې وويل، چې زه په دې باور يم چې لامل يې د امريکايانو له لوري د تېرو کلونو اشتباه ګانو او کمزوريو ته نه پاملرنه ده، بله ستونزه دا ده چې هغوی له خلکو سره اړيکه نه لري او په حکومت کې د هغوی ارتباطي کسان يوازې افراد او جنګسالاران دي.
افغانستان ته د نورو بهرنيو سرتېرو د رااستولو په اړه د بشري حقونو د کميسيون رييسې وويل، چې جګړه په بمونو نه ګټل کېږي، جګړه د عامه باور او حساب ورکونې او عدالت له لارې ګټل کېږي. د سمر په وينا زه د سولې پلوې او د جنګ مخالفه يم، جنګ خلک وژني او لږه پاتې سرمايه هم له منځه وړي.