سیما باهوس: افغان نجونې باید ښوونځیو ته ولاړې شي
دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې رییسې سیما باهوس په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر زدهکړو د بندیز دوام ته په غبرګون کې، دغه بهیر د افغان نجونو د زدهکړو د حق څرګند نقض بللی دی.

مېرمن باهوس ټينګار کړی، په افغانستان کې نجونې باید ښوونځیو ته ستنې شي او د خپل زدهکړو حق ته ورسېږي.
د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې رییسه وايي:«په افغانستان کې د نوي ښوونیز کال په پیلېدو سره، لا هم په درېیم پرلپسې کال د زرګونو نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازې تړلې پاتې دي. دا د هغوی د زدهکړو د حق نقض دی، چې نسلونه به تر خپل اغېز لاندې راولي. نجونې باید بېرته ښوونځیو ته ستنې شي. د هغوی بنسټيز حقونه باید له ځنډ پرته بېرته ورکړل شي.»
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند په خپله خبري غونډه کې د یونېسف د راپور له مخې ویلي، چې په افغانستان کې ۲٫۲ مېلیونه نجونې د زدهکړو له حقه محرومې دي او هغه پر دې باور دی، چې افغانستان نشي کولای په دغو بندیزونو سره سره د خپل نفوس نیمایي برخه شاته پرېږدي.
د سټيفن دوجاریک په وینا، یونېسف په افغانستان کې څه باندې ۴۴۰ زرو ماشومانو ته د زدهکړې زمینه برابره کړې، چې ۶۴ سلنه یې نجونې دي.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند زیاتوي:«افغانستان نهشي کولای چې په بندیزونو سره د خپل نفوس نیمایي برخه شاته پرېږدي. یونېسف له نږدې ۴۴۵ زرو ماشومانو سره، د ټولنې پر بنسټ د زدهکړې زمینه برابره کړې، چې ۶۴ سلنه یې نجونې دي.»
اسلامي امارت تر اوسه د نجونو د زدهکړو په برخه کې د دغو غبرګونونو په تړاو څه نهدي ویلي.