سیف محمد الکتبي کابل کې د کنفرانس جوړېدو غوښتنه کړې
دید خبرې آژانس: د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت سرپرست د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو له ځانګړي استازي سره په کتنه کې د افغانستان او متحده عربي اماراتو ترمنځ د همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

حمیدالله اخند هم ویلي، چې په هېواد کې د پخوا پرتله د پانګونې زمینه برابره شوې ده.
ټرانسپورټ او ملکي هوايي چلند وزارت ویاند حکمتالله اصفي په دې هکله وايي:«په دغې کتنه کې د ټرانسپورټ او همدارنګه د هوايي چلند او سربېره پر دې د ټرانسپورټي وسایطو په ارتباط، د پانګوې اچونې او په دغې برخه کې د پانګونې په اړوندو موضوعګانو بحث وشو.»
بلخوا، د افغانستان لپاره د متحده عربي اماراتو ځانګړي استازي سیف محمد الکتبي د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ له معین سره په جلا کتنه کې ډاډ ورکړی، چې هېواد یې هڅه کوي عرب پانګوال د افغانستان د وسپنې پټلۍ په برخه کې پانګونې ته وهڅوي.
د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس په دې هکله وايي:«د اماراتو ځانګړي استازي ډاډ ورکړی، چې هېواد یې له افغانستان سره په دوه اړخیزو همکاریو، په ځانګړې توګه د وسپنې پټلۍ په برخه کې همکارۍ ته ژمن دی او هڅه به وکړي، چې عرب پانګهوال وهڅوي څو په افغانستان کې د سپنې پټلۍ په برخه کې پانګونه وکړي.»
اخوا، د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې ویلي، چې د ټرانسپورټ سکتور په بېلابېلو برخو په تېره بیا د وسپنې پټلیو د پراختیا په برخه کې پانګونه د هېواد د اقتصاد د اوږدمهالې ودې او پرمختګ لپاره اغېزناکه ده.
د افغانستان د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال سخي احمد پیمان په دې هکله طلوعنیوز ته څرګندوي:«یوه له بنسټیزو زېربناوو څخه د هېواد لپاره د ټرانسپورټ موضوع ده؛ خو له بده مرغه موږ د سپنې له پټلۍ بېبرخې یو. د ټرانزیټ موضوعات تر پولو پورې رسېدلي، او دا موضوع کولی شي افغانستان له سیمې سره ونښلوي. له دې سره، که د بېلګې په توګه د هرات او مزار شریف تر منځ د سپنې پټلۍ جوړه شي، نه یوازې دا چې د افغانستان د کورنیو توکو د لېږد لپاره به مهمه وي؛ بلکې سیمه به هم د افغانستان له لارې سره ونښلول شي.»
د حیرتان- بلخ، اقینې- اندخوی او هرات- خواف د وسپنې پټلۍ د هېواد له فعالو پټلیو ګڼل کېږي او ټولګټو وزارت ټینګار کړی، چې د دغو پټلیو د پراختیا لپاره ستر پروګرامونه په پام کې لري، څو دا پټلۍ د هېواد بېلابېلو سیمو ته وغځول شي او له یو بل سره ونښلول شي.