اسلایدشومهم مطالبنړۍ

سپینه ماڼۍ: بایډن د سوریې وضیعت له نږدې څاري

دید خبرې آژانس: سپینې ماڼۍ ویلي، چې د امریکا ولسمشر جوبايډن او د هغه ډله د سوریې حالت له نږدې څاري. د بشرالاسد د حکومت تر پرځېدو سملاسي وروسته سپینې ماڼۍ په یوه بیان کې ویلي، چې د ولسمشر بایډن د سوریې وضیعت له نږدې څاري.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت ویاند سین ساوېت پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې ولسمشر بایډن او د هغه ډله د سوریې وضیعت له نږدې څاري او بایډن له خپلو سیمه ییزو ملګرو سره په دوامداره اړیکه کې دی.

د بشرالاسد د حکومت وسله والو مخالفو نن یکشنبه سهار اعلان وکړ، چې په سوریه کې یې د اسد د کورنۍ رژیم پرځولی دی.

بل خوا تېره ورځ د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سوریې د وضیعت په اړه د بایډن پر ادارې غږ کړی و، چې د سوریې جګړه په امریکا پورې تړاو نه لري او باید هیڅ لاسوهنه په کې ونه کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا