اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

سپنتا: د عادلانه نظام د جوړېدو یوازینۍ لار د مبارزې زیاتول او اتحاد دی

دید خبرې آژانس: د افغانستان د بهرنیو چارو پخوانی وزیر رنګین دادفر سپنتا وایي، چې په افغانستان کې د عادلانه نظام د جوړېدو یوازینۍ لار د مبارزې زیاتول او اتحاد دی.

نوموړي په خپل اېکس کې پر افغانستان د طا-لبانو درې کلنې واکمنۍ ته په اشارې سره لیکلي: «یوازې د مبارزې په شدت سره د ازادۍ، قانون او ورورولۍ پر بنسټ یو عادلانه نظام جوړېدلی شي، بله لار نه شته.»

رنګین دادفر سپنتا همداراز زیاته کړې، چې افغانستان له درېیو کلونو راهیسې له بشري تمدني حالت څخه په ډېرې چټکۍ سره وتلی دی.

ښاغلی سپنتا په داسې حال کې د طا-لبانو پر وړاندې د مبارزې د شدت خبره کوي، چې یادې ډلې له درېیو کلونو راهیسې د ښځو او بشري حقونو، د بیان د ازادۍ، د نجونو د تعلیم او لسګونه نورو مواردو په اړه هېڅ کوم نرمښت نه دی ښودلی.

د ۲۰۲۱ کال د اګسټ په ۱۵مه چې د هېواد پخوانی ولسمشر اشرف غني له افغانستانه ووت، طا-لبانو له شل کلنې جګړې وروسته بیا د کابل په ګډون ټول ولایتونه ونیول.

که څه هم ډېری افغانان دا ورځ د تورې ورځې په نامه یادوي، خو طا-لبان یې د بریا ورځ بولي او په شاندارو مراسمو سره یې نمانځي.

د افغانستان له پرځېدو سره امنیتي ادارې له منځه ولاړې، د ښځو په ګډون زرګونه کسان بې روزګاره شول، میلیونونه کسان د سیمې د هېوادونو په ګډون اروپایي او امریکایي هېوادونو ته کډوال شول او د تېرو شلو کلونو لویې لاسته راوړنې له خاورو سره خاورې شوې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا