اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

سي ان ان: حزب الله پر اسراٸیلو بريد کوي

دید خبرې آژانس: د سي ان ان خبري شبکې د دوو باخبرو سرچینو په حواله راپور ورکړی چې د دې احتمال ډېر دى چې د لبنان حزب الله په خپلواکه توګه او د ایران له ځواب مخکې پر اسراییلو برید وکړي.

له دغو سرچینو څخه یوې سرچینې ویلي چې د لبنان حزب الله په خپل پلان کې د ایران په پرتله ګړندی حرکت کوي او په همدې راتلونکو ورځو کې پر اسراییلو د برید په لټه کې دی.

یوې بلې باخبره سرچینې دې خبري شبکې ته ویلي چې لبنان په شمال کې د خپل نږدې ګاونډي په توګه له اسرائیلو سره د نږدېوالي له امله حزب الله کولای شي له مخکې خبرتیا پرته عمل وکړي.

دغې سرچینې زیاته کړې، چې دا نه ده څرګنده چې ایران او حزب الله به دا مهال څه ډول اقدام وکړي او د دواړو د همغږي اقدام په اړه شک شته، ځکه چې ښايي د لبنان حزب الله او ایران  ترمنځ په عمل کې ورته والى نه وي.

په ورته وخت کې، د سي اېن اېن د راپور پر بنسټ، داسې ښکاري چې لاهم ايران د ځواب د څرنګوالي پر پلان غور کوي.

یوه امریکايي پوځي چارواکي سي اېن اېن ته ویلي چې ایران یو څه تیاری نیولی دی. خو ټول په هغه ډول نه چې متحده ایالات تمه لري چې په اسراییلو باندې د لوی برید دمخه يې شاهد اوسي.

د يادونې وړ ده، چې پر اسراييلو دا بريدونه په داسې حال کې کېږي چې تېره اونۍ د لبنان د حزب الله جګپوړي پوځي قوماندان فواد شکر هم د دغه هېواد په يوه بريد کې ووژل شو او په بله ورځ د حماس سياسي مشر اسماعيل هنيه هم ووژل شو، خو اسرائیلو تر اوسه د هنیه په وژنه کې خپل لاس لرل نه تایید کړي او نه یې هم رد کړي دي.

له هغه ورځو وروسته  د نړۍ هېوادونه سيمه له نږدې څاري. د اسلامي همکاریو سازمان د چهارشنبې په ورځ د اسراییل او فلسطین د روانې شخړې د هواري لپاره د بهرنیو چارو د وزیرانو په کچه فوق العاده غونډه وکړه. دغه غونډه چې د سعودي عربستان په جده ښار کې جوړه شوې وه، د وروستۍ خبرپاڼې د مسودې د وړاندې کولو لامل شوه چې “د اسراییلو کړنې وغندلې” او د فلسطین له مسئلې سره يې پر پیوستون بیا ټینګار وکړ.

په دې خبرپاڼه کې د پام وړ ټکی په تهران کې د حماس د سياسي مشر او د فلسطین د پخواني لومړي وزیر اسماعیل هنیه د «وژنې» غندنه ده.

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د دغه عمل مسٶل اسراييل وباله او دا يې يو «وحشيانه جنايت او له نړيوالو قوانينو او د ملګرو ملتونو له منشور څخه سرغړونه»وبلله.

دې سازمان خبرداری ورکړی چې د اسراییلو دا ډول کړنې به د سیمې امنیت او ثبات «کمزوري» کړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا