اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

سيګار وايي: امریکا له افغانستان سره نږدې ۲۱ میلیارده ډالره مرسته کړې ده

دید خبرې آژانس: د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش ادارې (سیګار) د نوي راپور له مخې، امریکا د ۲۰۲۱ کال له اګست(١٤٠٠د زمري) میاشتې راهیسې له افغانستان او افغان کډوالو سره ۲۰ميليارده  ۷۱ ميليونه ډالره مرسته کړې ده.

په دغه راپور کې چې څو ورځې وړاندې خپور شو، راغلي چې په دې مرستو کې له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې ۲ميليارده  ۹۷ ميليونه ډالر شامل دي.

پر دې سربیره په سویس کې د افغانستان وجهي صندوق ته ۳.۵ میلیارده ډالر لېږدول شوي دي.

همدارنګه د افغان کډوالو د اېستلو او بیا مېشتېدنې لپاره ۸.۷ میلیارده ډالر ځانګړي شوي دي.

په راپور کې ویل شوي، له دې پیسو څخه ۵.۳۶ میلیارده ډالر د امریکا د دفاع وزارت د بشري وضعیت د چمتوالي لپاره، درې میلیارده ډالر د روغتیا وزارت او ۲۸۴ میلیونه ډالر د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا لګول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له افغانستان سره د امریکا پر نغدي اونيزو مرستو له دې وړاندې هم نیوکې شوې دي. د ښځو د حقونو یو شمېر فعالانو پر طالبانو د فشار راولو لپاره د دې مرستو د کمولو غوښتنه کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا