اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

سویډن حکومت له افغان سفیر غوښتي چې سفارت دې نور خوشې کړي

دید خبرې آژانس: په سویډن کې د افغانستان د پخواني نظام سفیر عباس نویان ته د روان میلادي کال تر پایه وخت ورکړل شوی چې له دندې استعفا ورکړي او سفارت دې په رسمي توګه خوشې کړي.

په سویډن کې افغان سفیر عباس نویان د ( لیندۍ ۲۶مه) په سټاکهولم ښار کې یوې غونډې ته ویلي چې د کوربه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ورته په رسمي توګه یادونه کړې چې د روان میلادي کال د ډسمبر میاشتې تر وروستۍ نیټې دې خپله دنده پرېږدي او سفارت ته دې نه ورځي.

هغه زیاته کړې: « ما ته ویل شوي چې سفارت باید د افغانستان اسلامي جمهوريت قونسل ته وسپارم او تر دې وروسته به یوازې د قونسلي خدمتونو برخه فعاله وي.»

ښاغلي نویان د سویډن حکومت د دغه پرېکړې لامل دا بللی چې ګني د نوموړي د استوګنې ویزه پای ته رسیدلې ده.

د افغانستان دغه ډیپلومات وايي،‌ ښايي د سویډن حکومت د دغې پرېکړې تر شا د طالبانو له خوا د هغه لیک تاثیرات اغیزې هم وي چې له مخې یې له لویدیځو هېوادونو څخه غوښتي وو چې د افغانستان په نوم شته ډیپلوماتان له دوی سره رسمیت نه لري.


په سویډن کې یو شمېر افغانان اندېښنه لري چې ښايي دغه سفارت به یا وتړل شي او یا به هم د طا-لبانو پلویانو ته په واک کې ورکړل شي.

سویډن د افغانستان د سفیر کاري موده په داسې وخت کې پای ته رسوي چې طا-لبانو په افغانستان کې د سویډن کمیټې مرستندویه دفترونه تړلي او ورته د فعالیت اجازه نه ورکوي.

تر دې وړاندې په جرمني او په اروپا کې یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د پخواني جمهوري نظام د سفیرانو تر څنګ ډيپلوماتان دې ته اړ کړي چې خپلې دندې پرېږدي.

المان او ناروې هېوادونو بیا د طا-لبانو سره د جوړ جاړي په پایله کې پرېکړې کړې وې چې په دغو هېوادونو کې سفارتونه د طا-لبانو غړو یا هم هغه کسانو ته وسپاري، چې په افغانستان کې له واکمنې ډلې سره تعامل کولای شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا