اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

سوله زموږ هدف دی، اماد هیواد پر امنیتي او دفاعي ځواکونو هیڅکله معامله نه کېږي

محمداشرف غني کندهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د ۲۰۵ اتل قول اردو سرتېرو، بریدملانو او افسرانو سره په جلا کتنو کې د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.

محمداشرف غني کندهار ولایت ته د خپل سفر په لړ کې د ۲۰۵ اتل قول اردو سرتېرو، بریدملانو او افسرانو سره په جلا کتنو کې د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه واورېدل.
په پیل کې عبدالمالک د سرتېرو، محمد غوث اکبري د بریدملانو او حمیدالله د افسرانو په استازیتوب خبرې وکړې او د معاشاتو د زیاتوالي، د وسایلو د کمبود، په موقع د درملو د اکمالاتو، د هوا له لارې د اردو د ټپیانو د لېږد او د لوړو زده کړو، ترفیعاتو او ظرفیت لوړولو کورسونو ته د زمینې برابرولو په برخو کې یې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه اشرف غنی سره شریک کړل.
وروسته، غني د ۲۰۵ اتل قول اردو پرسونل سره په ستره غونډه کې کې ګډون وکړ او په خپله وینا کې د هیواد د ساتنې په برخه کې د دغو ځواکونو د زړورتیا او مېړانې قدرداني وکړه.
هغه زیاته کړه، ۲۰۵ اتل قول اردو د هیواد د سترو شخصیتونو ميراث دی، تاسې د لوی احمدشاه بابا، شاه محمود هوتکي او زموږ د ویاړلو جنرالانو د قهرمانۍ او میړانو څخه دفاع کوئ. هغه زیاته کړه، هغه بیرغ چې تاسې په خپلو لاسونو کې نیولی، د احمدشاه بابا څخه تاسې ته په میراث پاتې دی.

غني د یادې قول اردو د پرسونل ستونزو او وړاندیزونو ته په اشاري وویل، پولیس او اردو جدي پاملرنې ته اړتیا لري، ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونه باید په دې برخه کې عاجل اقدامات وکړي.
غنی وویل: ترفیع د ځواکونو حق دی، باید اساسي پاملرنه ورته وشي او هغه کسان چې د جګړې په ډګر کې دي، دغه موده دې په ترفیعاتو کې محاسبه شي.
اشرف غنی اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړه، هغه سرتېري چې له درېیو کلونو څخه زیات په خپله دنده کې پاتې وي، واضح لېست یې ترتیب کړئ، ترڅو د ترفیع په برخه کې یې اقدام وشي.
دغه راز اشرف غنی د ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو د رهبرۍ څخه وغوښتل چې پر موقع د قول اردوګانو د تجهیز او اکمال سرعت ته پام وکړي.
شاغلی غنی د ۲۰۵ اتل قول اردو پرسونل ته په خطاب کې وویل، ستاسې له برکته هر ګاونډي ته وايم چې زه د ازاد، خپلواک او عزتمند افغانستان استازیتوب کوم. ستاسې له برکته ګاونډیانو ته په سرلوړۍ وایم که موږ منۍ، موږ مو منو، غېر له هغې د افغانستان اردو او مسلح قواوې حاضرې دي د خپلې ویني تر اخري څاڅکي له افغانستان څخه دفاع وکړي.

هغه زیاته کړه: اوس ټولې نړۍ ته واضح شوه چې تاسو په تېرو شپږو میاشتو کې له دفاعي حالت څخه وتلي یاست او تعرضي حالت مو خپل کړی دی.
هغه، د افغانستان د سولې پروسې ته په اشارې وویل: د سولې مشورتي لویې جرګې د غوښتنو او لارښوونو په اساس د سولې خبرې تعقیبوو او مخکې ځو. سوله زموږ هدف دی، اما پر امنیتي او دفاعي قوتونو هیڅکله هم معامله نه کوو.
غنی څرګنده کړه، د سولې تر موافقې وروسته به هم ستاسو په شمېر کې کموالی نه راځي، ځکه په ټول هیواد کې د بشپړ امنیت د ټینګښت لپاره ستاسو حضور حتمي او ضروري دی.
اشرف غنی د خپلو خبرو په پای کې دغو ځواکونو ته لارښوونه وکړه چې د جمهوري ریاست په راتلونکو ټاکنو کې خپله بې طرفي حفظ او د دې ملي پروسې د امنیت د تامین لپاره هڅې وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا