اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

سوداګرۍ وزارت: د روسیې ګازو د ټرانزیټ هوکړې د وروستۍ کېدو زمینه برابره شوې

دید خبرې آژانس: د سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، سویلي اسیا ته د روسیې د ګازو د ټرانزیټ په برخه کې د هوکړې وروستۍ کېدو ته زمینه برابره شوې ده.

د دغه وزارت د ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد په خبره، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست روسیې ته په خپل وروستي سفر کې د افغانستان له لارې سویلي اسیا ته د روسیې د ګازو د لېږد مسله مطرح کړې وه.

اخندزاده عبدالسلام جواد زیاته کړه: « د وزارت مشرتابه ۲۰۲۲ زېږیز کال کې روسیې ته په سفر کې د دغه هېواد له چارواکو سره سویلي اسیا او د سیمې بازارونو ته د روسیې د ګازو د لېږد مسله یاده کړه او دوی یې هرکلی وکړ. دا مسله د ۲۰۲۴ کال په لومړیو کې د کازان غونډې په څنډه او دغه راز افغانستان ته د روسي چارواکو په سفر کې څارل شوې ده.»

تر دې وړاندې روسي رسنیو راپور ورکړی و چې، دغه هوکړه به د کازان په ۲۰۲۵ کال فورم کې وروستۍ شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت دغه راز زیاتوي چې، د ازبیکستان، قزاقستان او ترکمنستان په ګډون د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د توکو د ټرانزیټ په تړاو خبرې او هوکړې شوي او هغوی هم چمتووالی اعلان کړی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا