اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

سهیل شاهین: هېوادونو زمونږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکري

دید خبرې آژانس: اسلامي امارت د پاکستان د دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې وایي چې د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد پر وړاندې نه کارول کیږي او د هېوادونو په کورنیو چارو کې هېوادونو په کورنیو چارو کې هم لاسوهنه نه کوي.هم لاسوهنه نه کوي.

په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین وایي چې هیچا ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاورې ته زیان ورسوي.

قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس، سهیل شاهین و ویل: موږ نه چاته زیان رسو او نه څوک پرېږدو چې موږ ته ضرر ورسوي. نه د چا په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوو، دا زموږ تګ لاره ده. خو مخکې له دې چې څوک د دې ویاړمن ټاټوبي پر لور کاږه وګوري باید د تېرو یرغلګرو تاریخ ښه مطالعه او عواقب یې وسنجوي.

تر دې وړاندې د پاکستان دفاع وزیر د امریکا غږ له اردو څانګې سره په مرکه کې یو ځل بیا ادعا کړې چې د پاکستاني طا-لبانو د تحریک غړي په افغانستان کې حضور لري او ویلي یې دي چې اسلام آباد کولای شي د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طا-لبانو د تحریک پر پټنځایونو برید وکړي.

نوموړی د خبریال پوښتنې ته چې پر افغانستان د پاکستان بریدونه د نړیوالو قوانینو خلاف دي که نه داسې ځواب ورکوي.

د پاکستان دفاع وزیر، خواجه اصف ویلي: (وګورئ دا د نړیوالو قوانینو خلاف نه ده چې د هغوی خاوره زموږ د هېواد پر ضد کارول کیږي؟ هغوي ترهګرو ته پناه ورکړې او تاسو څنګه ویلی شي که هغوی هر ډول سرغړونه وکړي او د ګاونډیتوب حق هم پر ځای نه کړي او موږ هغوی ته وګورو او دعا وکړو چې هر کار چې تاسو کوي پر موږ احسان کوي.)

بل لور ته د پاکستان د جمیعت علمای اسلام رهبر چې پیښور ته یې سفر کړی د کابل او اسلام اباد ترمنځ د ستونزو پر نه حل کېدو نیوکه کوي.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام رهبر، مولانا فضل الرحمن وايي: (که د ایران له خوا توغندی راځي تاسو یې هم په ځواب کې عمل کوي، او وروسته بیا په یوه اوونۍ کې هوکړه کیږي، خو ولې دا چلند له افغانستان سره نه کیږي؟ باید پوه شوو چې افغانستان د نړیوالې اجنډا له مخې ځپل کیږي، موږ د همدغو هېوادونو د ګټو په پام کې نیولو سره پر ځای د دې چې د اسلامي امارت اوسنی حکومت پیاوړی کړو، د کمزوري کولو په حال کې یې یوو.)

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا