اسلایدشوافغانستانبرگزیدهبشری حقونهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

سما باهوس:۹۰ سلنه افغان مېرمنې له رواني ستونزو کړیږي

دید خبرې آژانس: د ملګرو ملتونو د ښځو اجراییه مشره سیما باهوس وایي، د یوې ارزونې له مخې ۹۰ سلنه افغان مېرمنې وایي چې له بد رواني وضعیته کړیږي.

نوموړې تېره ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا په ناسته کې د خپلې وینا پرمهال وویل، چې د طا-لبانو د امر بالمعروف له‌خوا نوی توشیح شوی قانون له ښځو او نجونو څخه غواړي چې خپل ټول بدن او مخونه له کوره بهر او هر ځای پټ وساتي.

هغه وایي، دغه قانون افغان مېرمنې منعه کوي چې په عامه ځایونو کې خبرې ونه کړي.

هغه زیاتوي، په تېرو درېیو کلونو کې د طالبانو فرمانونو نه یوازې ښځې او نارینه سره په عامه ځایونو کې جلا کړي؛ بلکې دوی ښځې له نورو ښځو هم ځانته کړې دي.

هغې په ټینګار سره ویلي، چې احتمالي پرمختګونه باید د دې لامل ونه ګرځي چې د افغان مېرمنو حقونه دې پکې معامله شي.

هغه وایي د دوی موندنې ښیي، چې ۸ سلنه مېرمنې وایي داسې نجونې او مېرمنې دوی پېژني چې د ځان وژنې هڅه یې کړې ده.

هغه وایي، ارزونه ښیي چې ۶۴ سلنه مېرمنې په بشپړ ډول له کوره بهر د ناامنۍ احساس کوي چې دغه کچه په وروستیو میاشتو کې زیاته شوې ده.

هغې وړاندې ویلي، دا یوازې مېرمنې نه دي چې ځورېږي؛ بلکې نارینه کله چې د مېرمنو سره له کوره بهر وځي، هغوی هم ځانونه خوندي نه ګڼي.

نوموړې وایي، په داسې حال کې چې په مېلیونونو افغان مېرمنې او نجونې ښوونځیو ته له تګه منعه شوې، په مېلیونونو افغان هلکان په ښوونځیو کې یوازې هغه زده‌کړې ترلاسه کوي چې د طالبانو له‌خوا تصویب شوې دي؛ خو دوی د دغه نصاب په اړه معلومات نه‌لري.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا