اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

سل زره ګرځندویانو له بدخشان څخه لیدنه کړې دی

دید خبرې آژانس: د بدخشان سیمه ییز مسوولین وایي، تېر یوه کال کې څه د پاسه سل زره کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو له دغه ولایته لیدنه کړې ده.

د مسوولين په خبره، د امنیت ټینګښت، طبیعي ښکلا او ښکلې هوا دغه ولایت ته د ګرځندويانو پام ور اړولی دی.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ريیس، ذبیح الله امیري و ویل: « څه باندې ۱۰۰ کورني ګرځندویان بدخشان ته راغلل او له تاریخي ځایونو په ځانګړې توګه د چقمقتین له حوض یې پامیر کې لیدنه کړې. له شاوخوا ولایتونو د کورنیو ګرځندویانو شمېر څه باندې سل زرو ته رسیږي.»

بدخشان د هېواد شمال ختيځ کې پروت هغه ولایت دی، چې د سېل او تفریحي زیاتي سيمې لري.

د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د مالوماتو لمخې، تر دې مهاله یې د دغه ولایت له ۵۰۰ زیاتې تفريحي سيمې ثبت کړې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا