Uncategorizedاسلایدشوافغانستاننړۍ

سلوانیا هم فلسطین په رسمیت وپیژانده

دید خبرې آژانس: د صهیونیسټي رژیم د جنایتونو په وړاندې له فلسطین څخه د نړۍ له ملاتړ وروسته د سلوانیا پارلمان د رایو په اکثریت سره فلسطین په رسمیت وپیژانده.

د سلوانیا لومړي وزیر رابرټ ګلوب وویل چې د یوه خپلواک هیواد په توګه د فلسطین په رسمیت پیژندل د نوار غزه او کرانه باختری خلکو ته امید لیږي.

د سلوانيا پارلمان د دغه هېواد د حکومت په غوښتنه د رايو په اکثريت سره فلسطين د يوه خپلواک هېواد په توګه په رسميت وپېژندل.

د سلوانيا ملي تلويزيون RTV خبر ورکړى چې دغه غوښتنه په ٥٢ موافقو او صفر مخالفو رايو سره تصويب شوه.

د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې اسپانيا، ناروې او ايرلنډ د هغو اروپايي هېوادونو په ډله کې وو، چې فلسطين يې په رسميت پېژندلى و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button