اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبګزارش

سعد محسني:ممکن نړۍواله ټولنه طا-لبانو سړه تعامل وکړي

دید خبرې آژانس: د موبي رسنیز ګروپ مشر سعد محسني ویلي، که طا-لبان په ښځو لګېدلي بندیزونه راکم کړي، نجونو او ښځو ته د تعلیم او کار اجازه ورکړي، نو ښایي نړۍواله ټولنه ورسره تعامل وکړي.

سعد محسني د خپل کتاب ریډیو فري افغانستان په اړه د فرانس ۲۴ ټلوېزون سره په مرکه کې ویلي، چې د طا-لبانو لپاره ښه فرصت دی، چې د بشر حقونو ته درناوی وکړي او د ښځو پر وړاندې د تعلیم او کار په اړه لګېدلي بندېزونه لرې کړي، تر څو نړۍواله ټولنه ورسره له تعامل څخه کار واخلي.

له نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې ایا تاسو غواړی افغانستان ته ولاړ شی وویل: «نه زه نه غواړم چې افغانستان ته ولاړ شم، خو کله چې افغانستان کې نجونو او ښځو ته د زده کړو او کار اجازه ورکړل شوه بیا به لاړ شم».

سعد په دغه مرکه کې وویل، چې په رسنیو کې ښځې په مطلق ډول له کار کولو نه دي راګرځول شوي، بلکې کولی شي د پردې تر شاه خپل کارونه مخته یوسي.

په افغانستان کې د طا-لبانو بیا واک ته رسېدو سره په بېلابېلو برخو کې سخت بندیزونه وضع شول، د نجونو او ښځو پر وړاندې د تعلیم دروازې وتړل شوې او پر کار یې بندیز ولګول شو.

د ښځو پر زده کړو د طا-لبانو وروستی اقدام په طبي زده کړو بندیز دی، چې نړۍوالې ټولنې په سختو ټکو وغانده.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتنبایوا د امنیت شورا ورستۍ انلاین غونډې ته وویل، چې په طا-لب چارواکو یې سخت فشار راوړی، چې د نجونو په طبي زده کړو باندې د بندیز په پرېکړې بیا کتنه وکړي.

نوموړې وویل، چې طا-لب چارواکو په دوامداره توګه د یو داسې اسلامي نظام په اړه خپل فکر تعقیبوي، چې «ځانګړتیاوې» یې په ښځو او نجونو باندې «بې سابقه» بندیزونه دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا