اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

سرچینې: په پکتیکا کې د پخواني حکومت یو قومندان په مرموز ډول وژل شوی

دید خبرې آژانس: په پکتیکا ولایت کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د پخواني حکومت د پکتیکا ولایت د شېخ اباد سېمې قومندان عبدالرحمان تېره شپه د نامعلومو کسانو له لوري وژل شوی.

نوموړی د افغانستان تر سقوط وروسته ایران ته تللی او څو ورځي مخکې د طا-لبانو په ډاډ بيرته کورته راستون شوی و.

ځايي سرچينې وایی چې تېره شپه نامعلومو کسانو قومندان عبدالرحمان له کوره ايستلی او نن سهار يې جسد د کور مخ ته غورځولی و.

د سرچينې په خبره، نوموړي له ایران تر تراتګ وروسته خپل عادي ژوند کوی.

د وژل شوي قومندان عبدالرحمان پلار او يو ورور، چې نظاميان و هم د پخواني حکومت پر مهال په جګړه کې وژل شوي وو.

نوموړی دامهال د خپلي کورنۍ يوازني سرپرست و.

طا-لبانو تر اوسه د نوموړي د ژول کېدو په اړه څه نه دي ويلي.

د ویلو وړ ده چې د تېر حکومت یو قومندان برات خان باختر د بلوچستان په مرکز کویټه کې ترور شوی و.

برات خان د کوټې ښار په لورلايي کې د سبزيو هټۍ پرانیستې وه او خپل عادي ژوند یې کاوه، چې په خپله هټۍ کې د دوو مخ پټو کسانو له خوا په ډزو ووژل شو.

که څه هم د طا-لبانو واکمنېدو په درشل کې ملا هبت الله خپلو مخالفانو ته ټولبښنه وکړه؛ خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام کارمنان په تېره نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.

په دې هکله د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو مختلفو ادارو رپوټونه خپاره کړي، خو طا-لبان یې ردوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا