اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

سرچینې وایي: طا-لبانو د جمهوري ریاست د ډیپلوماټانو تر ادارې لاندې سفارتونو بې اعتباره بللي

دید خبرې آژانس: دوه دیپلوماتیکي سرچینو آمو ته تایید کړې چې د طا-لبانو تر واک لاندې د بهرنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې د دولتونو د بهرنیو چارو وزارتونو ته په يو ليک کې د افغانستان هغه د سفارتونو فعاليتونه چې د جمهوري دورې د ډیپلوماټانو له خوا اداره کیږي او له طا-لبانو سره په تعامل کې نه دي، ويلي چې د طالبانو لپاره بې اعتباره دي.

د سرچینو په وینا په دغو حکومتونو کې زیاتره غربي هېوادونه شامل دي.

سرچینې همدا راز وايي، چې په دغو هېوادونو کې د افغانستان سفارتونو ته په یو ډول نه یو ډول د دغه مکتوب له رسیدو خبر ورکړل شوی دی.

دا پرېکړه د طا-لبانو لخوا په لوېدیځو هېوادونو کې د سفارتونو د مدیریت د نیولو د یوې هڅې په توګه ياده شوې ده.

شاوخوا شل ورځې وړاندې د طا-لبانو تر ادارې لاندې د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره اعلان وکړ چې په انګلستان، بلجیم، سویس، اتریش، فرانسه، یونان، سویډن، ناروې، کاناډا، استرالیا او همدا راز  په بن او برلين ښارونو کې د افغانستان د ډیپلوماټیکو ماموریتونو د کونسلي خدمتونه د دوی لپاره باطل دی.

طا-لبانو په دې خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې د دغو ادارو له خوا ورکړل شوي اسناد چې تضمينونه، د عدم مسٶوليت مکتوبونه، سندونه، د پاسپورټونو د ورکړې، د پاسپورټ د تجديد سټېکرونه، د ويزې سټېکرونه او نور اسناد په کې شامل دي د دوى په اند د اعتبار وړ نه دي.

طا-لبانو د دغې پرېکړې لامل فساد او له مرکز سره د ادارو نه همغږي بللې ده.

خو د طا-لبانو دغه پرېکړه په دغو هېوادونو کې د افغانستان په ماموریتونو کې د جمهوري ریاست د دورې د سفیرانو له توند غبرګون سره مخامخ شوې ده.

دغو سفیرانو په بېلابېلو څرګندونو کې اعلان وکړ، چې خپل فعالیتونه به جاري ساتي او دغه پرېکړه به د دوی پر کار اغېز ونه کړي.

خو په اروپا کې د افغانستان یو شمېر ډیپلوماټیک استازي چې له طا-لبانو سره اړيکي لري له دې پرېکړې مستثناء دي.

د طا-لبانو د خبرپاڼې پر بنسټ، چې په دغو سفارتونو کې د جرمني په مونشن کې د افغانستان جنرل کونسلګري، په هالنډ کې د افغانستان سفارت، په هسپانیا کې د افغانستان سفارت، په بلغاریا کې د افغانستان سفارت او په چک جمهوریت کې د افغانستان سفارت شامل دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا