سرچینې: ملاهبت الله ملي ټلوېزیون بندوي
د طا-لبانو تر واک لاندې د افغانستان د ملي ټلوېزیون ځینو کارمنانو افغانستان انټرنشنل ته ویلی، چې د طا-لبانو رهبرۍ جلسه کې د ملي ټلوېزیون لپاره د طا-لبانو رییس قاري یوسف احمدي ویلي، چې ملاهبت الله ملي ټلوېزیون بندوي.
د دغو کارمندانو په وینا، قاري یوسف احمدي ویلي، چې ملي ټلویزیون به شریعت غږ راډیو ته بدلیږي.
د طا-لبانو تر واک لاندې د افغانستان ملي ټلوېزیون ځینو کارکوونکو نن یکشنبه «د تلې ۲۸مه» افغانستان انټرنشنل ته ویلی، چې تېره دونشبه د ملي ټلوېزیون په انګړ کې د ملي ټلویزیون د رییس په مشری د مدیرانو رهبرۍ جلسه ترسره شوه.
د ملي ټلوېزیون د کارکوونکو د وینا له مخې، په دې جلسه کې د افغانستان د ملي ټلوېزیون لپاره د طا-لبانو رییس قاري یوسف احمدي ویلي، چې له کندهار څخه د ملاهبت الله له خوا فشارونه زیات دي، چې په افغانستان کې تصویري رسنۍ وتړل شي، چې په کابل کې به یې پیل د ملي ټلوېزیون څخه وي.
قاري یوسف احمدي په دې جلسه کې ویلي، چې د ملي ټلویزیون د بندېدو سره به دغه ټلوېزیون په شریعت غږ راډيو بدل شي.
په کندهار کې باخبره سرچینو ویلی، چې ملا هبت الله د ملي ټلوېزیون د بندېدو په اړه ددې ډلې اطلاعاتو او فرهنګ وزیر خیر الله خیرخواه ته سپارښتنې کړي دي چې په تدریجي ډول دې په افغانستان کې تصویري رسنۍ په ځانګړي ډول د ملي ټلوېزیون انځوریزې خپرونې بندې شي او یوازې په غږیز بڼه دې فعالیت کوي.
د طا-لبانو تر واک لاندې د ملي ټلوېزیون کارکوونکو د طالبانو د مشر ددې پرېکړو د عملي کېدو په اړه اندېښمند دي چې د ټلوېزیون د بندېدو سره به ډیری کسان خپلې دندې له لاسه ورکړي.
د موندنو پر بنسټ طا-لبانو تر اوسه د کندهار د ملي ټلوېزیون خپرونې شریعت غږ راډیو ته اړولي دی.
ځینو طا-لب سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې ملاهبت الله د هغو طا-لب چارواکي څخه ناراضه دی چې په ټلوېزیونونو کې راڅرګندیږي او انځوریزې ویناوې یې خپریږي.
ډیری رسنیز بنسټونه په دې باور دي، چې د طا-لبانو له خوا په رسنیو کې د ساکښو پر انځورونو بندیز په دې معنا دی چې دغه ډله غواړي په افغانستان کې ټولې انځوریزې رسنۍ وتړي.
طا-لبانو د لومړی دورې په پرتله په دې روانه دوهم ځلي واکمنۍ کې په تدریجي ډول او د ورځو په تېردو سره د بندیزونو لړۍ پراخه کړې ده.
تروسه پورې ددې راپور په اړه طا-لبانو په رسمي ټول څه نه ډي ویلي.