اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبګزارش

سرچینې: طا-لبان د ملاهبت الله له فرمانونو ناخوښه دي

دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د امر بالمعروف نوي قانون له مخې په رسنیو کې د ساکښو موجوداتو پر انځورونو بندیز، د طا-لبانو په منځ کې نارضایتۍ راټوکولې دي.

ددغه قانون له مخې چې په غیر مستقیم ډول د دې ډلې د مشر ملاهبت الله فرمانونو او غوښتنو ته اجرايي بڼه ور کوي، د یادې ډلې اړوندو ادارو ته سپارښتنه شوې چې په رسنیو کې د ساکښو موجوداتو د انځورونو خپراوی بند کړي.

خو په کابل کې میشت ډېر طا-لبان د دغه قانون د بشپړ پلیتابه مخالف دي.

طا-لبانو ته یوې نږدې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلی، چې د حقاني د ډلې اړوند کسان چې ډیری تبلیغاتي مرکزونه ددوی له خوا اداره کیږي، پر رسنیو د نویو بندیزونو مخالف دي او دا ګام د دې ډلې د منزوي کولو هڅه ګڼي.

په کابل کې د طا-لبانو یو شمېر چارواکي، چې ددې ډلې ددفاع او کورنیو چارو وزیران او د ریاست الوزرا مرستیالان پکې شاملیږي، په اوسمهالو شرایطو کې ددې قانون، په ځانګړې توګه د رسنیو اړوند برخې بشپړ پلي کول ددې ډلې د تبلیغاتي دستګاه د فلج کولو په معنا بولي.

دغه چارواکي د ملاهبت الله ځینې فرمانونه د طا-لبانو د ډپلوماسۍ دستګاه لپاره سرخوږ ګڼي.

حقاني شبکې په دې وروستیو کې د جلال بنسټ له لارې د مستندونو جوړولو بهیر پیل کړی چې په تېره شل کلنه جګړه کې ددې ډلې پر رول تمرکز لري.

د افغانستان انترنشنل د خبر له مخې،«ملاهبت الله د خپلو مجبوریتونو له امله پر رسنیو نه شي راښکاره کېدای، خو اوس د نورو مشرانو د لاس ته راوړنو او تبارز مخه هم نیسي».

د سرچینې په باور، کابل میشتي طا-لبان په ځانګړې توګه حقاني ډله د طا-لبانو په مذهبي حلقه کې کافي نفوذ او د هغوی پر پرېکړو اغیز نه لري، خو دا تشه یې له تبلیغاتي اړخه ډکه کړې ده: « دغه ډله د یو شمېر رسنیو او بنسټونو مالي ملاتړ کوي او د مستندونو او څیړنیزو رپوټونو لپاره امکانات ور کوي، خو د تبلیغاتو په برخه کې ددې ډلې نفوذ په کندهار کې د حاکمې مذهبي ډلې په مزاج برابر نه دی».

د حقاني ډلې اړوند کسانو د ساکښو پر انځورونو د بندیز په غبرګون کې ددې ډلې د بنسټګر مولوي جلال الدین حقاني یوه پخوانۍ ویډیو خپره کړې چې په اوسمهالو شرایطو کې د ویډیو او انځور اړتیا پکې توجیه کوي.

په دې ویډیو کې جلال الدین حقاني د ویډیو او انځور اخستل په یو ډول جایز ګڼي او وايي، چې علماوو د نیمه انځورونو اجازت ورکړی او ده هم د اړتیا پر بنسټ خپلو کسانو ته د کمرو او فلمونو اخستلو اجازه ور کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا