اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

سرچینې: طا-لبانو په کندهار کې د ملي ټلویزیون په خپرونو بندیز لګولی

دید خبرې آژانس: طا-لبانو په کندهار کې د دغې ډلې تر واک لاندې د ملي ټلویزیون پر خپرونو بندیز لګولی او د یادې ادارې سیمه‌ییز کارکوونکي یې کابل ته د خدمتي کارکوونکو په توګه لېږلي دي.

له کندهاره سیمه‌ییزو سرچینو وایی، چې طا-لبانو په کندهار کې د ملي ټلویزیون سیمه‌ییزې خپرونې بندې کړې دي.

دغه سرچینې وايي، اته ورځې وړاندې د طا-لبانو د مشر ملا هبت الله په لارښوونه د کندهار د امربالمعروف ریاست د محتسبینو له لوري په کندهار کې د ملي ټلویزیون پر سیمه‌ییزو خپرونو بندیز لګول شوی دی.

سرچینې وايي، د کندهار د ملي ټلویزیون سیمه‌ییز خبریالان، تصویر اخیستونکي او د تخنیک برخې کارکوونکي د یوه مکتوب له مخې په کابل کې د ملي ټلویزیون مرکزي دفتر ته د خدمتي کارکوونکو په توګه ورپېژندل شوي دي.

د کندهار ملي ټلویزیون د افغانستان په سوېلي حوزه کې د نورو ولایتونو پرتله د ډېرو امکاناتو او کارکوونکو په لرلو سره ډېر فعاله ټلویزیون پاتې شوی دی.

څو میاشتې وړاندې د کندهار د سیمه‌ییزو طا-لب چارواکو له لوري په کندهار کې پر تصویري مرکو هم بندیز لګول شوی و.

دا په داسې حال کې ده، چې طا-لبانو تل د بیان ازادۍ ته د ژمنتیا ادعاوې کړې؛ خو لیدل کېږي، چې نه یوازې دغې ډلې د بیان د ازادۍ ته پاملرنه نه ده کړې؛ بلکې په ډېرو مسایلو کې یې خبریالان د کارکولو څخه هم منعه کړي دي.

ځیني کتونکي په دې اند دي، چې د طا-لبانو تېرې واکمنۍ ته په کتو دغې ډلې چې په ټلویزیوني خپرونو بندیز لګولی و، ښايي په کندهار کې دغه نوی لګېدلی بندیز د نورو ټلویزیوني خپرونو د بندولو پیلامه وي؛ ځکه طالبان د عکس اخیستلو او ټلویزیوني خپرونو سره په مخالفت کې دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا